لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان: پروان کې د پوهنتون پر بس چاودنې څلور استادان وژلي او 15 تنه ټپیان


واشنګټن ـــ د افغانستان په شمالي ولایت پروان کې د پوهنتون پر یوه بس چاودنه شوې چې له کبله یې څلور استادان وژل شوي او شاوخوا پینځلس تنه پکې ټپیان شوي دي. د چاودنې ذمه واري تر اوسه کومې ډلې نه ده منلې.

د افغانستان د پروان ولایت په مرکز چاریکار کې د شنبې- خالي په ماسپښین د البیروني پوهنتون استادان او کارکوونکي په یوه کوسټر بس کې روان وو،‌ چې د سړک له غاړې ښخ شوی ماین ورباندې وچاودېد.

د پروان د پولیسو ویاند سلیم نوري وایي په پېښه کې د پوهنتون څلور استادان وژل شوي او شاوخوا پینځلس استادان او د پوهنتون کارکوونکي ټپیان شوي دي چې وایي په هغوی کې هم د ځینو حالات مرګونی دی.

په پېښه کې وژل شوي او ټپیان د سیمې سرکاري روغتون ته وړل شوي دي. د پېښې یو ټپي تن خواجه میکایل اسوسیېټیډ پریس ته ویلي:

"زه په بس کې دننه ناست وم، نه پوهېږم چې په بس پسې نښلول شوی مقناطیسي بم او که ماین وچاودل شو، خو زه په چاودنه کې ټپي شوم".

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق آرین دا پېښه غندلې او وایي، په پېښه کې څلور تنه وژل شوي او یوولس نور ټپیان شوي دي. طارق آرین پر ټویټر لیکلي چې وژل شوي او ټپیان د پوهنتون استادان او زده کوونکي دي.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د دې بمي برید ذمه واري پر غاړه نه ده اخیستې، خو افغان چارواکي په وروستیو کې د ټولو ترهګریزو پېښو پړه پر وسلوالو طالبانو ور اچوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په د پروان په چاودنه کې لاس لرل رد کړي او پر ټویټر یې لیکلي چې دا چاودنه دوی نه ده کړې او پر عامو خلکو یې بریدونه غندلي دي.

په افغانستان کې په وروستیو میاشتو کې د امنیتي چارواکو، د مدني ټولنې د غړو او خبریالانو د هدفي وژنو تر څنګ د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ‌ هم جګړې زور اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG