لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان: په واده مارټر ګوله غورځېدلې شپږ تنه پکې وژل شوي


د افغانستان په کاپیسا صوبه کې په وادہ مارټر گوله غورځیدلې، شپږ‎ ملکي وګړ‎ي پکې وژل شوي او څو نور ټپي شوي دي.

دغه خبرہ روىټرز نن د توار په ورځ په 30 مې د چارواکو له قوله کړ‎ې دہ.

دغه پېښه د خالي/شنبې په ماښام په تګاب ولسوالۍ/ضلع کې شوې چرته چې د افغان حکومتي ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ جګړ‎ہ روانه دہ.

د کاپیسا د پولیسو ویاند شایق شورش د مارټر ګولې تور په طالبانو لګولی چې ھغو ویشتې دہ او زیاته کړ‎ې یې دہ په وژل شوو کې ښځې او ماشومان ھم شامل دي.

په کابل کې یو امنیتي چارواکي د وژل شوو شمېرہ 10 او د ټپیانو شمېره 18 ویلې دہ.

طالبانو د مارټر ګولې ویشتل رد کړ‎ي او تور یې په افغان امنیتي ځواکونو لګولی دی.

په افغانستان کې د تشدد پېښې په داسې کې سېوا شوي چې امریکا د افغانستان څخه د ځواکونو ویستلو اعلان کړ‎ی دی.

روىټرز د ملګرو ملتونو له قوله ویلي دي د روان کال 2021 په لومړ‎و درېو میاشتو کې په افغانستان کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ په جګړ‎و کې 1800 ملکي وګړ‎ي وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو ازاد کمېشن ویلي په کال 2020 کې په افغانستان کې په جګړ‎و کې 8500 ملکي وګړ‎و ته مرګ ژوبلې اوښتې وې چې پکې 2958 وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG