لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان، پاکستان او چین نن د افغان سولې په اړه درې اړخیزې خبرې کوي


واشنګټن ـــ افغانستان، چین او پاکستان نن د وېډیو لینک له لارې درې اړخیزې خبرې کوي چې پکې به د افغان سولې بهیر پر څرنګوالي، د ترهګرۍ په ضد مبارزه او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او له هغه وروسته حالاتو په اړه بحث کېږي.

د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو درې ځله مخکې هم د افغانستان د حالاتو او درې اړخیزې همکارۍ په اړه غونډې کړې دي خو نن د پنجشنې- زیارت په ورځ بیا د چین په کوربتوب څلورم ځل د دغو هېوادونو تر منځ خبرې کېږي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د وېډیو لینک له لارې د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو حنیف اتمر او شاه محمود قرېشي سره خبرې کوي.

ښاغلي وانګ یي پرون په بېجنګ کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې دوی به د افغان سولې او پخلاینې، د درې اړخیزې عملي همکارۍ او د ترهګرۍ ضد امنیتي همکارۍ په اړه خپل ژور او هراړخیز نظرونه سره تبادله کړي.

د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو د وزیرانو دا خبرې په داسې وخت کېږي چې په قطر کې د طالبانو او حکومت د مرکچي پلاویو تر منځ د خبرو د بیا پیلېدو تمې پیدا شوې دي. رپوټونه وایي د دواړو ډلو غړي قطر ته رسېدلي دي خو لا یې رسمي ناستې نه دي پیل شوې.

د چین د بهرنیو چارو وزیر دغه درې اړخیزې خبرې د درېواړو هېوادونو تر منځ د خپلمنځي باور د زیاتېدو او د همکارۍ د ودې لپاره ارزښتمنې بللې دي. وایي تر دې وړاندې چې کومې درې ناستې شوې دي هغو ډېره مثبته نتیجه ورکړې ده.

ښاغلي وانګ یي له افغانستانه د امریکې او نېټو ځواکونو د وتلو پرېکړه یواړخیزه بللې چې وایي د سولې او پخلاینې په دې حساس پړاو کې یې په افغانستان کې دننه او د سیمې لپاره داسې حالات پیدا کړي‌ چې د ډاډ وړ نه دي.

د درېواړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په آنلاین غونډه کې به پر دې بحث کېږي چې که له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته حالات د خرابۍ لور ته ځي نو څنګه به د ترهګرۍ په ضد جګړه کې یو له بل سره مرسته کوي.

د تېر کال په جولای میاشت کې چې د درېواړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو درېیمه غونډه شوې وه، په هغه کې پر دې ټینګار شوی وو چې بهرنیو ځواکونه باید له افغانستانه په منظمه او ذمه واره توګه او د شرایطو په بنیاد ووځي.

وانګ یي وايي افغانستان، چین او پاکستان د څنګلورو، ملګرو او همکارانو په توګه نه یواځې شریک غرونه او سیندونه لري، بلکې غم او ښادي یې هم سره شریک دي او درېواړه غواړي په سیمه کې امن او ارامي پر ځای وساتي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر تمه څرګنده کړې د دغو خبرو له لارې به یوې مثبتې همږغۍ ته ورسېږي چې وایي د سیمې د امن، ارامۍ او پرمختګ په برخه کې به د هڅونې سبب شي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر تېره میاشت وړاندیز کړی وو چې هېواد یې د افغانستان د بېلابېلو اړخونو تر منځ د داخلي خبرو ملاتړ ته تیار دی او کولای شي چې په دې اړه په چین کې خبرو ته د اړتیا وړ حالات برابر کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG