لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: طالبان القاعده سره اړیکي پالي او ځینې مشران یې سوله نه غواړي


واشنګټن ـــ د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل تازه رپوټ کې وایي چې طالبان لا هم افغان حکومت ته پراخېدونکی خطر دی او باور لري چې که اړتیا شوه په زور بیرته واک تر لاسه کولای شي. رپوټ وایي طالبان لا هم له القاعده سره پراخې اړیکې لري خو طالبان دا دعوې بیا رد کړې دي.

له افغانستانه امریکایي او نېټو ځواکونه په راتلونکو څو میاشتو کې په داسې حال کې وځي چې لا هم په دې هېواد کې طالبان په ګڼو ولایتونو کې بریدونه کوي او ملګرو ملتونو دا د امنیت په برخه کې یو تور تصویر بللی دی.

د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې القاعده دا مهال د افغانستان په 15 ولایتونو کې موجوده ده. د امریکې صدر بایډن په اپرېل کې ویلي وو، په افغانستان کې یې د القاعده خطر ختم کړی دی، خو د ملګرو ملتونو رپوټ وایي، د دې ډلې د مشرتابه مهمه برخه کسان لا هم د افغانستان پاکستان د پولو په شاوخوا کې دي.

رپوټ وایي د القاعده ډلې د مرستیال مشر ایمن الظواهري د مړینې رپوټ هم سم نه دي.

رپوټ وایي د طالبانو ځینې مشران د سولې په خبرو کې دلچسپي نه لري، چې په هغوی کې یې د دې ډلې مرستیال مشر د طالبانو د تحریک د بنسټ ایښودونکي ملا محمد عمر زوی ملا یعقوب او سراج الدین حقاني یاد کړي دي، وایي "دوی د سولې پر ځای د جګړې د حل پلویان دي".

طالبانو دا دعوه رد کړې او پخپله خبرپاڼه کې یې ویلي "د اسلامي امارت [طالبانو] استازي د بین الافغاني مذاکراتو مېز ته بشپړ چمتووالی لري، ترڅو په مذاکراتو کې پرمختګ وشي او د دوحې د تړون ټول بندونه عملي کړل شي".

د دې رپوټ له مخې 2020م کال په افغانستان کې تر ټولو خونړۍ وو او وایي د روان 2021م کال په لومړیو درو میاشتو کې هم د تېر کال په نسبت په امنیتو پېښو کې 60 فیصده زیاتوالی راغلی دی.

په افغانستان کې چې په تېرو څو میاشتو کې په هدفي بریدونو کې زیاتوالی راغلی او په نتیجه کې یې ګڼ شمېر حکومتي چارواکي، د مدني ټولنې غړي او خبریالان وژل شوي ملګرو ملتونه وایي "د دغو هدفي وژنو د لوی اکثریت پړه پر طالبانو ده"، خو طالبانو بیا په وروستیو هدفي بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي.

د ملګرو ملتونو رپوټ وایي په افغانستان کې پر شل کلنې جګړې برسېره د طالبانو په شمېر کې کموالی نه دی راغلی او "ګومارنې یې روانې دي"، چې وایي د دوی د ټولو وسلوالو شمېر له 58 زره تر یو لک پورې دی.

ملګري ملتونه وایي لا هم له اتو تر لس زره پورې بهرني وسلوال د طالبانو په منځ کې جګړه کوي.

خو وایي په مقابل کې یې د افغان ځواکونو شمېر په کمېدو دی او د روان کال په فرورۍ کې د دوی شمېر درې لکه اته زره وو، چې وایي دا تر ټاکلي هدف- چې درې لکه 52 زره دی- ډېر کم دی.

رپوټ وایي د طالبانو مالي سرچینې کمې شوې نه دي، وایي په تېر 2020م کال کې دوی د 400 میلینه ډالرو برابرې پیسې د معدنیاتو او کوکنارو په بدل کې لاسته راوړې دي.

طالبانو د ملګرو ملتونو په رپوټ کې د دوی د وسلوالو د شمېر، د تشدد د زیاتوالي او مالي سرچینو په اړه دعوو ته جواب نه دی ویلی او نه یې هم په ځانګړې توګه له القاعده سره د اړیکو نه لرلو په اړه‌ څه ویلي دي،‌ خو وایي "د اسلامي امارت [طالبانو] پاليسي دا ده چې هيچاته اجازه نه ورکوو چې زموږ خاوره د بل چا د امنیت پر خلاف استعمال کړي".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG