لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د سيند وزيراعلی: سرکاري ملازمين دې د کرونا ويکسين ولګوي، ګنې تنخا به نه ورکول کيږي


د پاکستان د سيند صوبې وزيراعلی ويلي کوم سرکاري ملازم چې د کرونا ضد ويکسين نه لګوي تنخا به نه ورکول کيږي هغه په خلکو غږ کړی چې ویکسين ولګوي.

د وزيراعلی مراد علي شاه په مشرۍ د زيارت/ پنجشنبې په ورځ (درېم جون) د کرونا ټاسک فورس په غونډه کې پرېکړه شوې چې هر څوک به د کرونا ضد ويکسين لګوي.

وزيراعلی په خلکو غږ کړی چې خپل شناختي کارډونه واخلي او د کرونا ضد ويکسينو لګولو مرکزونو ته ځانونه ورسوي.

نوموړي چيف سيکرټري ته لارښوونه کړې چې ټولو سرکاري ملازمينو ته دې يوه مياشت وخت ورکړی شي چې څوک د جون په مياشت کې ويکسين ونه لګوي د جولايي د میاشتې تنخا دې ورته نه ورکول کيږي.

هغه د صحت محکمې ته هم لارښوونه کړې چې په صوبه کې د کرونا ويکسينو دپاره د 300 مرکزنو، موبايل ويکسينېشن ټيمونو روانولو او غېر سرکاري روغتونونو ته د کرونا ويکسين ورکړی شي او اهداف يې ورته ټاکلي دي.

غونډې ته ویل شوي په سيند صوبه کې د 15لکه او 50 زرو نه زياتو کسانو ته ويکسین لګول شوي دي.

په سيند کې د کرونا ضد ويکسينو لګول په داسې حال کې لازمي کړی شوي چې په صوبه کې تراوسه پورې د درې لکه 21زرو نه زيات کسان په کرونا اخته شوي او 5089 ترې مړه شوي دي.

په پاکستان کې د کرونا څخه ټول 21زره 105 کسان مړه شوي او نهه لکه 28زره 588 کسان پرې اخته شوي او سرکاري شمېرې وايي دا وخت په ملک کې 51زره 478 کسان داسې دي چې په کرونا اخته دي.

XS
SM
MD
LG