لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دخیبر اؤ بلوچستان ځېنو برخو کې تهري جي اؤ فورجي انټرنیټ فعال شو


دخيبر پښتونخوا قبایلي ضلعي خيبر او دبلوچستان ایالت ځینو سيمو کې د موبائيل انټرنيټ تهريG او فورG خدمات پرځائ کړل شوي دي چې په دې ځایي خلکو دخوښۍ څرګندؤنه کړې ده.

دپاکستان ټيلي کميونيکيشن اتهارټي له لوري خپره شوې اعلاميه کې وئيل شوي چي ټولو موبائيل کمپنیو ته قبایلي ضلعي خيبر او د بلوچستان صوبې ځینو برخو تربت ښار، کيچ، اوران، پنجګور، واشوک او قلات سره اوران بيله روډ کښې د موبائيل انټرنيټ بيرته دبحالۍ وینا شوې ده.

خو د خیبر قبایلي ضلعې دلنډیکوتل ځایي خلک وائي چې سيمه کې دا مهال یوازې د ټيلي نار کمپنۍ انټرنيټ کار کوي اؤ نورو کمپنو لا تر دې دمه خدمات نه دي بحال کړي.

وي او ای ډیوه ته دخيبر ضلعي بيلا بيلو سيمو نه دترلاسه شوؤ معلوماتو له مخې د خيبر ضلعې لنډیکوتل تحصیل او دې سره دجمرود تحصيل سور کمر، علي مسجد، غونډۍ او شاه کس کي موبائيل انټرنيټ کار پيل کړی دی او ددې ترڅنګ د باړٖې بازار کي هم موبائيل انټرنيټ کار کوي.

پي ټي ای خپله اعلاميه کې لیکلي دي چې ډېر زر به پاتې سيمو کې هم موبائيل انټرنيټ بحال کړل شي او دا چې يادو سيمو کې موبائيل کمپنیو وینا شوې ده چې خپل نظام باید د ټوG نه تهريG او فورG ټيکنالوجۍ ته واوړوي.

ډیوه سره خبرو کې ځایي خبريال محراب شاه اپريدي وويل چې دموبائيل انټرنيټ دنشتوالي له امله د سيمې خلک او په ځانګړي توګه زده کونکي او کاروباريان د يوشمير کړمو سره مخ دي او ددې مجبوريت له کبله طالبعلمان پيښور کې په هاسټلو کې پاتې کيدو ته مجبوره دي.

محراب اپريدي دا هم وويل چې په پاک افغان پوله تورخم اوس ټول کاروبار د‘‘وي باکس‘‘ نومې انټرنيټي نظام لاندي کيږې او دې مد کې سيمه کې دموبائيل انټرنيټ دنشتوالي له امله دوئ ډېرو ستونزو سره مخامخ وؤ.

دلنډیکوتل استوګن حسن علي شنواری وائي د موبائيل انټرنيټ بحالي دخوشحالۍ وړ ده اؤ اوس دسیمې خلکو ته دهیواد نه بهر مزدوریو له تللو خپلو رشته دارو سره اړيکو نيولو کې اساني په لاس ورشي.

هغه وایي دانټرنیټ دخدماتو پیل کیدو له امله به دهاغو طالبعلمانو ستونزه هم هواره شي چې د کرونا له امله انلاین سبقونه وایي.

دخیبر پښتونخوا په اوو قبائلي ضلعو کې دامهال خيبر، باجوړ،او دجنوبي وزيرستان واڼا ځینو برخو کي موبائيل انټرنيټ کار کوې خو ددغو سیمو خلک وایي چې دانټرنیټ سپيډ ډېر کم دی.

مومند، شمالي وزيرستان، اورکزئ او کرمه کې تر دې دمه دموبائيل انټرنيټ کار نه کوي.

قبایلي ضلعو کې د موبائيل انټرنيټ بحالۍ دپاره وخت په وخت طالبعلمانو پيښور او دصوبې نورو برخو کې احتجاجونه هم کړي او واکمنانو نه یې غوښتنه کړې ده چې په دې جديد دور کې د قبايلي سيمو خلک د انټرنيټ په څېر مهمې اسانۍ نه باید محروم ونه ساتل شي.

د پاکستان ټيلي کميونکيشن اتهارټي د لوري خپره شوې اعلاميه کي وئيل شوي دي چې يادو سيمو کښې به د انټرنيټ بحالۍ سره خلکو ته دتعليم، صحت، يو بل سره داړيکو نیولو او کاروبار کې ډيرې اسانتياوې په لاس ورشي.

څه موده وړاندې وزيراعظم عمران خان د قبايلي ضلعو دورو په مهال دغه علاقو کې د موبائيل انټرنيټ سروس دبحالۍ اعلانونه کړي وؤ خو څېړونکي وایي په عملي توګه دې لړ کې څه رقم پرمختګ نه دی لیدل شوی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG