لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

یوه بله افغانه خبریاله د آریانا نیوز کارکوونکې د کابل په پرونۍ چاودنه کې وژل شوې


واشنګټن ـــ د افغانستان د آریانا نیوز ټیلیویژن د پروګرامونو کوربنه مینا خیري او د هغې مور د کابل په پروني برید کې وژل شوې او یوه خور یې سخته ټپي ده چې وایي د هغې حالت هم د اندېښنې وړ دی.

د ښځینه خبریالانو د حقونو لپاره کارکوونکې اداره سي ایف ډبلیو ای جې وایي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو تر اعلان وروسته د ښځینه خبریالانو په ضد تشدد زیات شوی او وایي په روان کال کې دا څلورمه ښځینه خبریاله ده چې وژل کېږي.

د پنجشنبې- زیارت په ورځ د کابل په چهر قلا سیمه کې پر یوه ټونیس موټر بمي چاودنه شوې وه، چې پکې څلور تنه وژل شوي او د دوو ښځو او یوه ماشوم په ګډون شپږ نور کسان پکې ټپیان شوي وو.

پر موټر د اور لګېدو له کبله مړي او ټپیان د پېژندنې نه وو، چې بیا یې د ډي این اې معایناتو په وسیله پېژندلي دي. د آریانا نیوز مشر شریف حسنیار تایید کړې چې په پېښه کې د دوی خبریاله مینا خیري هم وژل شوې ده.

رپوټونه وایي نوموړې له دفتره کور ته تللې وه او بیا له خپلې مور او یوې خور سره په سودا پسې تللې وه، د سودا تر اخیستو وروسته په یو ښاري ټونیس موټر کې کور ته پر لاره وې چې چاودنه پرې وشوه.

23 کلنې مینا خیري له تېرو پینځو کلونو راهیسې په کابل کې له آریانا نیوز سره کار کاوه. د وژنې ذمه واري یې تر اوسه کومې ډلې نه ده منلې.

د افغانستان د خبریالانو د ژغورنې کمېټۍ (اې جې ایس سي) د مینا خیري او د هغې د مور وژنه په کلکه غندلې ده او د دې پېښې د پلټنې غوښتنه یې کړې ده.

د آریانا نیوز مشر شریف حسنیار پخپل وېډیویي پیغام کې ویلي، د بیان ازادي د مینا خیري لپاره سره کرښه وه او د هغې له ارمانونو څخه وو، چې وایي دوی به د هغې پر لاره خپل کار روان ساتي.

د یادونې وړ ده چې یوه میاشت وړاندې د مې پر اوومه نېټه د افغانستان د طلوع نیوز د پروګرامونو پخوانی کوربه نعمت روان هم په کندهار ښار کې ناپېژاندو کسانو په ډزو وژل شوی وو.

په افغانستان کې په وروستیو میاشتو کې د حکومتي چارواکو، د مدني او بشري حقونو د فعالانو تر څنګ د خبریالانو هدفي وژنې هم زیاتې شوې دي، خو د اکثرو ذمه واري کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

XS
SM
MD
LG