لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

فېس بک په پاکستان کې نور اکاونټونه او پاڼې بندې کړي


فېس بک ويلي د پاکستان څخه چلېدونکي د فېس بک 40 اکاونټونه، 25 پاڼې او د انسټاګرام 28 اکاونټونه يې بند کړي دي، او په دوی کې د ځينو تعلق په کال 2019 کې بند کړی شوو د پاکستان د پوځي وياندې ادارې (ايي اېس پي ار) د کار کوونکو د ملازمينو د اکاونټونو سره وو.

ويل شوي دغه اکاونټونه او پاڼې (الفا پرو) نومې کمپنۍ چلول اود دغه لارې يې په منظم ډول غېر مصدقه رويې ليدل شوي دي.

پاکستاني مطبوعاتو په کال 2019 کې د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې ايي اېس پي ار د سرچينو له قوله ویلي وو ايي اېس پي ار رد کړی وو چې دغه اکاونټونه يې چلول.

د فېس بک مرستې کوونکې کمپنۍ ګرافيکا ويلي کوم اکاونټونه او پاڼې چې تړل شوي په دوی کې د ځينو تعلق په کال 2019 کې د بند کړی شوو هغو اکاونټونو سره دی چې د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې ايي اېس پي ار کار کوونکي وو.

د ټولنيزو رسنيو فېس بک ترمخه هغه اکاونټونه او پاڼې چې په ولسی رای د اثراندازه کېدو دپاره په منظم ډول د داسې رويې خپلولو هڅه وکړي چې تاييد يا تصديق يې نه کيږي هغه د فېس بک (په منظم ډول غېر مصدقه رويه) کې راځي.

فېس بک چې 40 اکاونټونه، 25 پاڼې او د انسټاګرام 28 اکاونټونه يې بند کړي دي د پاکستان نه به چلېدل دوی ځایی خلک په نخښه کول په انګرېزۍ، عربۍ او پښتو ژبو پوهېدونکو باندې زیاته پاملرنه يا توجه وه.

فېس بک ويلي تازه اکاونټونه یې د مې په مياشت کې تړلي او د فېس بک په دغه رپورټ چمتو کې مرستندويه کمپنۍ ګرافيکا ويلي، د دغو اکاونټونو د لارې د وزیراعظم عمران خان مشهورتيا هم کېدله.

د بيان ترمخه په دغو اکاونټونو د عمران خان د مشهورتیا او صفتونو سره پخوانی وزيراعظم او د مسلم ليګ ن ګوند مشر نواز شريف او پخوانی صدر او د پيپلز ګوند مشر اصف علي زرداري داسې ښودل کېده چې هغه د ملک دښمنان دي.

ګرافيکا ويلي الفا پرو په اسلام اباد او پېنډۍ کې دفترې لري او د مطبوعاتو جعلي اکاونټونه جوړ کړي او په دغو اکاونټونو به يې په پېسو راوستي کوربانه د صحافيانو په توګه وړاندې کول.

په بيان کې ویل شوي دغو کسانو چې د صحافي په توګه به وړاندې کول کېده هغه به په خپله هم په هغه څه هم ډېر نه وو خبر چې دوی څه وايي او څه وړاندې کوي او يا دوی کاريږي.

ګرافيکا ويلي د کيوبا يو تن (اېنډريو هېملټن) ته پېسې ورکړی شوي په هغه باندې خبرې او اداکاري کړی شوې او د کوربه په حېث وړاندې کړل شوی دی.

او ويل شوي الفا پرو چې به پوسټونه کول په هغې کې به د پاکستان د پوځ او وزيراعظم ستاينې کېدې په هند کې به په لږکيو ظلمونه ښکاره کول کېده او د چين ـ پاکستان د اقتصادي راهدارۍ سي پېک مشهورتيا او صفتونه به پکې کولی شو.

د فېس بک ترمخه الفا پرو چې د سي جی پوسټ د لارې پوسټونه کول، سي جی پوسټ او نور اکاونټونه اته لاکه فالورز يا پلويان لري او په انسټاګرام يې د فالورز شمېره 2400 ته نزدې ده.

الفا پرو د ايي اېس پي ارسره په ګډه يو فلمي ډاکومېنټري يا فلم (ان وېزېل ريزالو) هم جوړ کړی چې پکې په کال 2020 کې د هند لخوا په پاکستان کې د هوايي بریدونو او د پاکستان لخوا د هند د الوتکو تباه کول وړاندې کړل شوي دي.

د پاکستان حکومت او پوځ تراوسه د فېس بک تازه بيان ته کوم ځواب نه دی ويلی.

XS
SM
MD
LG