لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په جاني خېلو کې په شپږمه ورځ هم احتجاجي پرلت دوام لري


د خېبرپښتونخوا د بنو په جاني خېلو کې د يو قومي مشر د وژلو وروسته په علاقه کې د دغه پېښې پرضد روان کړی شوی احتجاجي پرلت په شپږمه ورځ دوام لري.

په 30 مې په جاني خېلو کې قومي مشر نصيب خان د نامالومو کسانو په ډزو کې وژل شوی وو.

په احتجاجي پرلت ناست ځايي خلک وايي چې په علاقه کې پرله پسې د بدامنۍ پېښې روانې دي دوی بيا بيا احتجاجونه وکړه او اسلام اباد پله هم روان شو خو د خېبرپښتونخوا حکومت ورله د امنيت په ځای کولو باور ورکړو خو د هغې باوجود هم بدامني روانه ده.

د جاني خېلو په احتجاجي پرلت کې شریک يو مشر عدنان وزير ويلي، دوی د امنيت او انصاف دپاره راټول شوي په احتجاج ناست دي خو رياست دوی ته خلک نه ورپرېږدي.

هغه وويل پرون ورته د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين احتجاجي پرلت ته ورتلو خو هغه ورته نه دې پرېښودل شوی.

هغه وويل دوی په پرامنه ډول د انصاف دپاره راټول شوي او رياست دې ورسره زور نه کوي او نه دوی دې مجبور نه کړی شي چې په نورو لارو غور شورو کړي.

منظور پشتين د زیارت او جمعې په شپه په کوهاټ کې ایسار کړی شوی او بيا ماسپښين دوه بجې پرېښودل شوی خو په کرک کې ودرول شوی او ماښام نزدې اته بجې بنو ته نه دې پرېښودل شوی او پشتين په خپله وايي د خېبرپښتونخوا نه پنجاب صوبې ته ویستل شوی دی.

هغه وويل دا ورته هم نه دی ويل شوي چې ولې د صوبې څخه ويستل شوی دی.

د جاني خېلو د احتجاجي پرلت او منظور پشتين په اړه وي او اې ډيوه د ځايې انتظاميې او حکومتي چارواکو سره د رابطې هڅه کړې خو جواب ورته نه دی ترلاسه شوی.

خو يو امنيتي چارواکي د منظور پشتين په اړه ويلي سېول انتظاميې په منظور بندېز لګولی دی.

د بنو په جاني خېلو کې د مارچ په 22 نېټه د څلورو تنکیو هلکانو مړي موندلی شوي وو چې عمرونه يې د 12 نه د 18 کلونو پورې وو، د مړه شوو هلکانو د خپلوانو په وېنا دغه هلکان د موندلو نه 20 ورځې وړاندې د ښکار دپاره وتلي او بيا يې مړي په داسې حال کې ترلاسه شوي چې تشدد پرې شوی او ښخ کړی شوي وو.

د يادې پېښې پرضد جاني خيلو احتجاجي پرلت پېل کړی، وژل شوو هلکانو ته د انصاف، د شهدا پېکج او په دغه پېښه کې د ککړو کسانو د مالومولو او د قانون منګولو ته سپارلو سره د علاقې نه د ټولو وسله والو لرې کولو او رياستي عملدارۍ په ځای کولو دپاره احتجاجي پرلت پېل کړی وو.

د څو ورځو د پرلت وروسته جاني خېلو اسلام ابا پله د لاريون پرېکړه کړې او بيا ورسره د خېبرپښتونخوا حکومت خبرې کړې وې.

په 29 مارچ سهار د خېبرپښتونخوا حکومتي ویاند کامران بنګش ویلي وو د جاني خېلو سره کاميابې خبرې وشوې وزيراعلی (محمود خان) په خپله د غوښتنو منظوري ورکړه ټولې غوښتنې يې ومنل شوې او بيا احتجاجي پرلت ختم کړی شوی وو.

ځايي خلک وايي تراوسه پورې ورسره دغه شوې وعدې نه دي پوره شوي.

خو يو امنیتي چارواکي ويلي د جاني خېلو مخکنې ډېرې غوښتنې منل شوي او اوس هم د احتجاج کوونکو سره ځينې چارواکو خبرې کړي هم دي خو دوی نه دي منلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG