لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت: د بهرنیو ځواکونو د وتلو له پیل راهیسې طالبانو 1,455 بریدونه کړي


واشنګټن ـــ د افغانستان ملي امنیت ادارې دعوه کړې وایي په تېره څه باندې یوه میاشت کې چې د بهرنیو ځواکونو وتل پیل شوي د طالبانو په مختلفو سیمو کې تر 14 سوه زیات بریدونه کړي دي.

د تېرې مې میاشتې له پیله راهیسې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل پیل شوي په دې هېواد کې جګړې لا نور زور اخیستی او په شاوخوا شلو ولایتونو کې د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ یو پر بل د بریدونو تر څنګ ګڼ شمېر بمي چاودنې هم شوې دي.

پرون د شنبې- خالي په ورځ په شمال لوېدیځ ولایت بادغیس په آبِ کمري ولسوالۍ کې د سړک له غاړې ښخ شوی ماین د مسافرو پر یوه موټر ور چاودل شوی چې یوولس تنه پکې وژل شوي دي.

د دې ولسوالي ولسوال خدایداد طیب وایي، په پېښه کې وژل شوي ټول عام خلک دي چې وایي څلور ښځې، څلور سړي او درې ماشومان دي.

د پېښې ذمه واري تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې، خو د طلوع نیوز د خبر له مخې سیمه ییزو چارواکو یې پړه پر وسلوالو طالبانو ور اچولې ده. طالبانو تل پر ملکي خلکو په بریدونو کې لاس لرل رد کړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي وسلوالو طالبانو د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر له پیل وروسته په ټول هیواد کې 1455 بریدونه کړي دي.

د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ پرون رسنیو ته په لېږلي غږیږ پيغام کې ویلي چې په دغه شمېر کې وسلوال او چریکي یا ګوریلا بریدونه هم شامل دي.

نوموړي زیاته کړې چې د افغان ځواکونو په دفاع کې وسلوالو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو دا شمېر یې نه دی ویلی چې په جګړه کې څومره طالبان وژل شوي او ټپیان شوي دي، د افغانستان د دفاع وزارت بیا په تېره یوه میاشت کې د لسګونو طالبانو د وژل کېدو دعوه کړې ده.

د ملي امنیت شورا ویاند وایي په بېلابېلو ولایتونو کې افغان ځواکونو د وسلوالو د 63 بریدونو او چاودنو مخه نیولې ده:

"طالبانو له امریکا سره د سولې له تړون وروسته ،د بین الافغاني خبرو پر پرمختګ د تمرکز پر ځای جګړې ته کار ویلی. طالبانو ته د افغان ولس او بنسټونو د ویجاړۍ او تخریب ترڅنګ د خپلو افرادو هلاکت هم د اندېښنې وړ نه ده."

د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم وایي، افغان ځواکونو تل پر دوی د بریدونه پیل کړی او بیا دوی جوابي بریدونه ورباندې کړي دي.

په افغانستان کې ورځ تر بلې زیاتېدونکو امنیتي پېښو نه یواځې د دې هېواد خلک بلکې امریکا او د افغانستان څنګلوري هېوادونه یې هم اندېښن کړي دي. د پاکستان وزیراعظم عمران خان وایي د بهرنیو ځواکونو تر وتلو مخکې په افغانستان کې د سیاسي روغې جوړې لپاره هڅې کوي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان وایي تېرو حکومتونو په افغانستان کې د هند د اغېز کمولو په خاطر د سټرېټیجیکې ژورتیا تګلاره ساتلې وه، خو وایي د ده حکومت نه غواړي د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي:

"زما حکومت داسې ګڼي چې دا زړه پالیسي ده، موږ په افغانستان کې سټرېټیجیکې ژورتیا ته اړتیا نه لرو، هر هغه حکومت چې افغانانو ټاکلی وي د پاکستان حکومت یې باید ومني، موږ باید په افغانستان کې د لاسوهنې هڅه ونه کړو، دا زموږ د حکومت پالیسي ده او په پاکستان کې ټول اړخونه په دې باور دي چې دا د پرمختګ لاره ده، موږ باید دا فکر ونه کړو چې په افغانستان کې خپل خلک ولرو".

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یو خبر له مخې په تېره مې میاشت کې لږ تر لږه 405 افغان امنیتي عسکر او 260 عام خلک په بېلابېلو بریدونو کې وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG