لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې په 124 ضلعو کې د پوليو ضد څاڅکو کمپاين پېل شوی


په پاکستان کې نن د ګل/ دوشنبې د ورځې نه په 124 ضلعو کې د پوليو ضد څاڅکو کمپاين پېل کړی شوی دی.

د سرکاري ميډيا ترمخه په دې کمپاين کې به د پينځه کالو نه کم عمر 33 ملينه ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکولی شي.

چارواکو په خلکو غږ کړی چې په دې کمپاين کې د ټيمونو سره مرسته وکړي او خپلو ماشومانو ته پوره څاڅکي ورکړي.

په پېښور کې چارواکو ويلي په خېبرپښتونخوا کې به 62 لاکه ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکولی شي.

د خېبرپښتونخوا چيف سيکرټري کاظم نياز ویلي په خېبرپښتونخوا کې سږ کال د پوليو کومه پېښه مخې ته نه ده راغلې او دا د خوشالۍ خبره ده.

هغه ويلي د پوليو څاڅکو څخه انکاري مياندو پلارانو شمېره کمه شوې او د ماشومانو د معذورۍ څخه بچ کولو دپاره د پوليو ختمول اړين دي.

د پوليو د مخنيوي د پروګرام په سرکاري وېب پاڼه د ورکړی شوو شمېرو ترمخه سږ کال په پاکستان کې تراوسه د پوليو د لومړي ډول يوه پېښه مخې ته راغلې ده.

دغه ډول ويل شوي د پوليو د دوېم ډول اته پېښې مخې ثبت شوي.

تير کال په پاکستان کې د پوليو د لومړي ډول 84 او دوېم ډول 135 رپورټ شوې وې.

تير کال د کرونا وبا په مهال د پوليو د مخنيوي د څاڅکو ورکولو ځينې کمپاينې ځنډېدلې خو بيا وروسته دغه کمپاينې روانې کړی شوي دي.

چارواکي وايي دا وخت چې د پوليو کمپاين روان کړی شوی د کرونا احتياطي تدابير به عملي وي.

XS
SM
MD
LG