لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جاني خېلو پرلت کوونکي وايي د څلور تنکيو هلکانو مړي هم را اوباسي، د پرلت اتمه ورځ


د خېبرپښتونخوا د بنو په جاني خېلو کې د اته ورځو راهسې د قومي مشر د مړي يا جنازې سره احتجاجي پرلت په اتمه ورځ روان دی، پرلت کوونکي وايي د مارچ په مياشت کې د وژل شوو تنکيو هلکانو مړي هم را اوباسي.

په جاني خېلو کې په 30 مې يو قومي مشر نصيب الله د نامالومو کسانو په ډزو وژل شوی او پرون بيا جاني خېل قوم د دغه وژنې پرضد احتجاجي پرلت پېل کړی دی.

د احتجاجي پرلت يو مشر ډاکټر ګل عالم وزير وايي دوی هغه څلور غوښتنې کوي او د هغه غوښتنو د پوره کولو چې کومه ژمنه شوې وه هغه دې عملي شي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، په دغو غوښتنو کې ورسره د صوبې اعلا وزیر محمود خان منلي وو چې، د څلورو هلکانو د وژنې د پېښې پلټنې به کوي، په علاقه کې به امنیت په ځای کولی، د ښه او بد وسله والو خاتمه به کولی شي او بې درکه شوي کسان به خوشي کولی شي يا به عدالت ته وړاندې کولی شي.

هغه وويل دوی اوس غوښتنه لري چې وژل شوي قومي مشر نصيب الله ته دې انصاف ورکړی شي.

هغه زياته کړه اوس ورته ويل کيږي چې احتجاجي پرلت ختم کړي د وزيراعظم عمران خان سره به ملاقات وکړي خو دی وايي چې څو يې غوښتنې نه وي منل شوي د چا سره هم ملاقات نه کوي.

هغه وويل که د دوی غوښتنې نه منل کيږي اسلام اباد ته به لاريون کوي او غوښتنې به يې نورې سېوا شي.

د احتجاجي پرلت يو بل ګډون وال رسول نیاز وايي، تيره شپه ورته د حکومت لخوا قامي جرګه راغلې او دوی ته يې د مړي ښخولو ويلي چې غوښتنې به یې ومنل شي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل يو لور ته په دوی پسې جرګې رالېږلی شي او بل لور ته ورته احتجاجي پرلت ته تلونکې لارې بندې کړی شوی خلک د خوراکي ستونزو سره مخ شوي او بل دا چې کوم خلک پرلت ته راځي هغوی نيول کيږي.

رسول نیاز وايي قومي مشرانو پرېکړه وکړه چې د مارچ په مياشت کې د څلورو تنکيو ماشومانو مړي د قبرونو نه را اوباسي، د دغو مړو او وسني جسد سره دوی ټول په ټوله ښځې او سړي لوی او واړه اسلام اباد ته د لاريون تياری کوي.

هغه وويل دوی به د رياست نه غوښتنه کوي چې امنيت ورته ورکوي که نه ورکوي؟.

د بنو مرستيال کمشنر، او پوليس مشر د دغه احتجاجي پرلت په اړه د خبرو دپاره ټيليفون نه پورته کوي.

خو يو امنیتی چارواکی چې نوم نه ښکاره کول غواړي وايي د بنو ضلعي انتظاميه د احتجاجي پرلت کوونکو سره په رابطه کې ده دوی هڅې کوي چې پرلت ختم شي خو وايي تراوسه پورې په دغو خبرو کې پرمختګ نه دی شوی.

بل لور ته د صوبايي حکومت لخوا هم تراوسه پورې په دغه اړه کوم بيان نه دی راغلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG