لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مردان: د پښتون ژغورنې غورځنګ اته غړي هري پور زندان ته اچول شوي


د خېبرپښتونخوا په مردان ضلع کې د پښتون ژغورنې غورځنګ اته غړي د (3(1)MPO يا د عامه نظم د ساتنې د قانون) لاندې زندان ته اچول شوي دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) پرون د اتوار په ورځ (شپږم جون) د مردان په کالج چوک کې د علي وزير او نورو بنديوانو غړو د خوشي کولو دپاره احتجاجي مظاهره راجوړه کړې او د مظاهرې وروسته بيا د پي ټي اېم غړي نيول شوي دي.

د پي ټي اېم د کور کمېټۍ غړی لياقت خان يوسفزی وايي، د مظاهرې په مهال د مردان انتظاميې د پي ټي اېم 16 غړي نيولي خو بيا وروسته اته کسان پرېښودل شوي او اته کسان يې د (3(1)MPO يا د عامه نظم د ساتنې د قانون) لاندې د هري پور زندان ته لېږلي دي.

هغه دعوه وکړه چې په نيول شوو کسانو کې د زياترو عمر د 60 کالو نه زيات وو او ځينې پکې ناروغان هم دي، خو د هغې باوجود نيول شوي او جېل ته لېږل شوي دي.

د پي ټي اېم د غړو د نيولو امر د مردان ضلعې مرستیال کمشنر حبيب الله عارف په ليکلې بڼه ورکړی دی.

د يو نيول شوي تن فريد خان د نيولو او 30 ورځو دپاره زندان ته د لېږلو په ليکلې بڼه ورکړی شوی امر وي او اې ډيوه ته ترلاسه شوی چې پکې ويل شوي احتجاج کوونکو د ریاستي ادارو پرضد د سپکاوي ډکې وېناګانې کولې او خلک يې د رياست پرضد راپارول.

مرستیال کمشنر په حکمنامه کې ويلي، د دغو کسانو نه عامه نظم يا امنيت ته خطره جوړېده ځکه دغه تن فريد خان د يوې میاشتې يا 30 ورځو دپاره هري پور زندان ته د لېږلو امر کوي.

لياقت يوسفزی وايي دوی اوس د وکيلانو سره مشورې کوي چې د نيول شوو کسانو دپاره هایکورټ ته لاړ شي.

هغه وويل د پي ټي اېم د غړو د نيولو لړۍ دوام لري په بنو او نورو ځايونو کې هم ګرفتارۍ کيږي.

قانون پوهه وکيل امرالله خان وايي د ياد قانون چې د پي ټي اېم غړي پکې نيول شوي د زیاترو ورځو دپاره څوک په زندان کې نه شي ساتل کيږي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل په دغوکسانو چې کوم تورونه لګول شوي د قانون ترمخه چې په دوی مقدمه درج شوی او عدالت ته وړاندې کړی شوی وی خو بې د مقدمې د چا په زندان کې ساتل غېر قانوني عمل دی.

د جون په لومړۍ نېټه د قومي اسمبلۍ غړي او پي ټي اېم د مخکښ علي وزير د ضمانت د خواست رد کېدلو وروسته د پي ټي اېم مشر منظور پشتين د جون په مياشت کې په ټول ملک کې د احتجاجي مظاهرو اعلان کړی وو.

منظور پشتين د احتجاجي مظاهرو په اعلان کې پرون په مردان کې او نن د ګل دوشنبې په ورځ په بنو کې د مظاهرې اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG