لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دکرونا وایرس کچه تر درې فیصدي هم په ښکته تللې ده


پاکستان کې دتیرو څلورو میاشتو راپدیخوا په وړومبي ځل دکرونا وایرس دمثبتو پېښو کچه د درې فیصدي نه هم په ښکته تللې ده خو سرکاري شمیرې ښایي چې بیا هم په تیر یو شواروز کې په دې وایرس 53 کسان مړه شوي دي.

د کرونا دڅار د دولتي ادارې این سي او سي په تازه شمیرو کې ویل شوي چې په تیرو څلېریشتو ساعتو کې په ګرد هیواد کې د46882 کسانو دکرونا ټيسټونه شوي چې دې کې په 1383 کسانو کې د کرونا وایرس پخلی شوی دی.

این سي او سي وایي په تیر یو شواروز کې دهیواد دننه دکرونا دمثبتو پېښو کچه 2.94 ته رالوئېدلې چې دتیرو څلورو میاشتو راپدیخوا دا دکرونا دپېښو تر ټولو کمه شمیره ګڼل شوې ده.

تر دې وړاندې سږکال دفرورۍ په 14مه نېټه د کرونا دمثبتو پېښو کچه 2.62 ریکارډ کړل شوې وه

دسرکاري شمیرو له مخې پاکستان کې تراوسه ټول 935,013 کسان په کرونا وایرس اخته شوي چې ددې جملې څخه 867,447 بېرته روغ شوي اؤ 46,190 تنان اوس هم په دې وایرس اخته دي .

همداشان ګرډ هیواد کې 21,376 کسان په دې وبا مړه شوي هم دي.

درې ورځې دمخه د روغتیایي چارو دپاره دپاکستان د وزیراعظم ځانګړي معاون ډاکټر فیصل سلطان پخپل یو بیان کې ویلي وؤ دکرونا وایرس د دریمې څپې زور اوس ورو په ورو کښیني اؤ دمثبتو پېښو کچه په لاندې را روانه ده.

نوموړي زیاته کړې وه دحکومت لخوا لګول شوی ټول بند، دکرونا نه د ژغورلو سپارښتنې اؤ خلکو ته په چټکتیا سره ویکسین لګول ددې لامل شوي چې دکرونا وایرس دمثبتو پېښو کچه په ښکته راشي.

ډاکټر سلطان دا هم ویلي وؤ چې پاکستان دنړۍ په هغو دیرشو هیوادونو کې شامل دی چې خپل ولس ته یې تر ټولو زیات کرونا ضد ویکسین لګولي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG