په پاکستان کې د کرونا وبا دپاره جوړ قومي عملياتي مرکز (نيشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سنټر(اېن سي او سي) په ملک کې د سرکاري او غېر سرکاري کار کوونکو دپاره د کرونا ويکسين لګول لازمي کړي دي.
د شورو/چهارشنبې په ورځ (10 جون) د اېن سي او سي په غونډه کې د کرونا وبا سره اړونده بندېزونو کې بدلون شوی او ځينې نوې پرېکړې شوي دي.
د منصوبه بندۍ وزير اسد عمر چې د اېن سي او سي مشري هم کوي په مشرۍ غونډه کې پرېکړه شوې چې ټول سرکاري ملازمين به د روانې مياشتې جون پورې ويکسين لګوي.
له دې وړاندې د سيند صوبې وزیراعلا مراد علي شاه ويلي وو که کوم سرکاري نوکر ويکسين نه لګوي د جولايي د میاشتې تنخا به ورته نه ورکوي.
په ملک کې د سرکاري او غېر سرکاري ملازمينو دپاره ويکسین په داسې حال کې لازمې کړی شوي دي، چې اسد عمر پرون په ټويټر ويلي وو، نن به د ويکسينو لګوونکو شمېره يو کروړ ته ورسيږي.
د اېن سي او سي په غونډه کې پرېکړه شوې چې د راتلونکې جمعې د ورځې نه به په ټول ملک کې د کرونا ويکسينو مرکزونه سهار د اته بجو څخه د شپې د لسو بجو پورې پرانستي وي او د اتوار په ورځ به رخصتي وي.
دغه رنګ ويل شوي د جمعې نه د 18 کالو نه د زیات عمر کسان کولی شي چې ويکسين ولګوي.
ویل شوي په اوونۍ کې د دوه ورځو دپاره د کاروبارونو بندېز به اوس يوه ورځ وي او دغه ورځ دې صوبې په خپله وټاکي چې په کومه ورځ کاروبار بندوي.
په هر ډول مېلو، دستورو، مزارونو او سنېماګانو د بندېز فېصله په ځای ساتل شوې او په دفترونو کې د 100 فيصده حاضرۍ ويل شوي دي.
ويل شوي د صوبو ترمنځ عام ټرانسپورټ به په اوونۍ کې دوه ورځې بند وي او په ګاډو او اورګاډو (ېل ګاډو) کې به د 50 نه تر 70 فيصده پورې د سورولو اجازت وي.
ماسک اچول ضروري ګرځول شوي دي.
اېن سي او سي دا پرېکړې په داسې حال کې کړي چې په تير شوا روز کې په ملک کې د کرونا څخه نور 76 کسان مړه شوي دي.
د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې د کرونا څخه تراوسه پورې ټول 21زره 529 کسان مړه شوي دي.
د ویکسينو په اړه د ورکړل شوو شمېرو ترمخه تراوسه پورې په ملک کې 25لکه 40زره 238 کسانو ته پوره ويکسين او 47لکه 41زره 579 کسانو ته نيم ويکسين لګول شوي دي.