لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دریاستي ادارو په اړوند پخپله وینا حامد میر معذرت کړی


دپاکستان وتلي صحافي حامد میر د راولپنډي اسلام اباد یونین اف جرنلسټس لخوا دجوړې کړل شوې کمیټۍ دلارې دپوځ په اړوند پخپله لانجمنه وینا معذرت کړی دی .

پاکستان کې دخبریالانو د مرکزي اتحادیې پي ایف یو جی پخوانی صدر اؤ دیادې کمیټۍ غړی ښاغلی افضل بټ وایي حامد میر چې خپله وینا کې کوم تورونه لګولي وؤ په هغې یې د صحافتي روایاتو له مخې معذرت کړی دی.

په دې وروستیو کې داسلام اباد دنیشنل پریس کلب مخې ته په خبریال اسد طور دشوي برید په ضد راجوړې شوې احتجاجي مظاهرې ته خپله وینا کې حامد میر په ریاستي ادارو سختې نیوکې کړې وې اؤ ویلي یې وؤ

“که تاسو خبریالانو پسې دهغوئ کورونو ته ورننوځئ اؤ بریدونه پرې کوئ نو تاسو ټانکونه اؤ وسلې لرئ، خو مونږ به ستاسو د کورونو دمنځ خبرې خلکو ته وکړو”

هغه پخواني پوځي واکمن پرویز مشرف باندې هم نیوکه کړې وه چې ویل به یې “صحافیان دامیګریشن دپاره دهیواده بهر تښتي ،خو صحافیان هم دلته دي اؤ پخوانی جرنیل پرویز مشرف له هیواده تښتیدلی دی”

دحامد میر له دغه وینا وروسته “جنګ جیو ګروپ” هغه نه دهغه دمشهورې ټي وي شو “کیپیټل ټاک “کوربه توب اخستی اؤ بل خبریال ته یې ورکړی دی.

تر دې لانجې وروسته پاکستان کې دخبریالانو مرکزي سازمان پي ایف یو جی یوه کمیټي جوړه کړې وه اؤ حامد میر یې په دې اړوند د نور څه ویلو نه منعې کړی ؤ.

دنهې په ورځ د راولپنډي اسلام اباد یونین اف جرنلسټس لخوا دحامد میر اؤ دکمیټۍ دنورو غړو په لاسلیکونو یو بیان خپور کړل شوی چې پکې حامد میر پخپله وینا معذرت کړی دی.

دبیان له مخې په ۲۸م مئ دنیشنل پریس کلب اسلام اباد مخې ته دپي ایف یو جی راجوړه شوې مظاهره کې په خبریالانو دسیوا شوؤ بریدونو غندنه کیدله اؤ دحامد میر په ګډون په نورو خبریالانو شوؤ بریدونو باندې افسوس ښکاره کولی شو.

په دغه بیان کې حامد میر ویلي” زما په وینا د رامنځته شوي ناسم تاثر په اړه ماته په ښه ډول احساس شته اؤ زه پرته له کوم فشار،دخپل ضمیر ،د ذمه دارۍ داحساس اؤ مروجه صحافتي قدرونو په اساس واضحه کووم چې نه ما خپله وینا کې دکوم تن نوم اخستی اؤ نه دپوځ سره کومه جګړه لرم”

حامد میر ویلي “زه د ادارې په توګه پوځ ته درناوی لرم اؤ دسیاچن نه نیولې دلاین اف کنټرول اؤ دفاټا نه نیولې تر بلوچستانه مې دپوځ قربانۍ له نزدې لیدلي اؤ دهغې کوریج مې ځان دپاره ویاړ ګڼلی دی،زما مطلب هیڅکله دچا زړه ازارؤل اؤ جذباتو ته زیان رسؤل نه وؤ خو زما په لفظونو که چاته تکلیف رسیدلی وي نو د زړه له تله پرې معذرت کوم”

په دغه بیان کې حامد میر له حکومته دا غوښتنه هم کړې چې په خبریالانو باید دبریدونو دلړۍ مخه ونیسي اؤ په دې بریدونو کې ککړ خلک دقانون منګولو ته راکش کړي.

دپاکستاني خبریالانو مرکزي تنظیم دحامد میر ددې بیان سره په اتفاق کولو هېله ښکاره کړې ده چې اوس به دا معامله په ښه توګه هواره شي.

دپي ایف یو جی پخواني صدر افضل بټ وي او ای اردو ته ویلي په صحافت کې دا روایات له مخکې راروان دي دي چې که څه تیروتنه وشي نو په بله ورځ داخبار په وړومبۍ پاڼه دهغې تیروتنې د سمون نوټ خپور کړل شي اؤ حامد میر هم خپل معذرت وکړ نو اوس ددې معاملې ختمیدل پکار دي.

XS
SM
MD
LG