لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عورت فاونډېشن: د بلوچستان په عامو ځایونو کې د ښځو د ځورولو پېښې زیاتې شوې


واشنګټن ـــ په پاکستان کې د ښځو د حقونو د پوهنې لپاره فعاله تنظیم عورت فاونډېشن خپل یو رپورټ کې ویلي دي چې په بلوچستان او په خاصا توګه د کوټې ښار په عامو ځایونو کې د ښځو د ځورونو صورتحال د اندېښنې وړ دی او په ښځو د تشدد پېښې هم زیاتې شوي دي.

دغه رپورټ چې د ملګرو ملتونو په مالي مرسته تیار کړی شوی دی د بلوچستان، پنجاب او سیند صوبو د ښځو د پرمختیا ادارو پکې هم مرسته کړی ده.

د رپورټ د جزیاتو شریکولو لپاره د شورو- چارشنبې په ورځ د راجوړې شوې غونډې په مهال د بلوچستان د عورت فاونډېشن مشر علاوالدین غلجي وي او اې ډیوه ته ویلي دي:

"د تنظیم د سروې ترمخه هغه زنانه چې د بېلابېلو ضرورتونو پوره کولو لپاره د کورونو نه بهر وځي، پکې 34 فیصده په بازارونو او مارکیټونو کې او 33 فیصده په بسونو او نور پبلک ټرانسپورټ او پارکونو کې د تنګولو او ځورونو د پېښو سره مخ کېږي".

غلجی وايي چې د اندېښنې وړ خبره دا ده چې د کورونو نه بهر ځورول شوې زنانه د شوو پېښو ذکر خپلو کورونو کې د ویرو له وجې سړو سره نه شي شریکولی.

د بلوچستان د حکومتي ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ یوه ښځینه غړې ثناء درانۍ وايي چې حکومت یې په دې لړ کې قانون سازي هم کړې ده خو د بلوچستان سیمه ډېره پراخه او وسیلې یې ډېرې محدودې دي، په دې وجه زنانو ته د هغوی سره د مرستو رسولو په کار کې ډېرې ستونزې ورپېښېږي.

د بلوچستان د بشري حقونو د کمېشن یو غړی عابد طاهر اېډوکېټ ډیوه ته وايي چې د نورو صوبه په پرتله په بلوچستان کې د ښځو د حقونو حالت ډېر خراب دی، دوی ته په جایدادونو او نورو بنیادي او قانوني حقونو کې برخه نه ورکولی کېږي.

هغه وايي ښځې د هېواد د ټولې ابادې 50 فیصده دي خو د روزګارونو ترڅنګ ورته په نورو حقونو کې پوره برخه نه ورکړی کېږي.

عابد طاهر زیاتوي چې په بلوچستان کې کومو ښځو زیات تعلیم کړی هغه هم تر کورونو پورې محدود پاتې دي، د کور د سړو له خوا پرې بندیزونه زیات دي چې له وجې یې دوی د روزګارونو خوا ته هم نه ځي.

تعلیمي کارپوه عمر اورکزي وي او اې ډیوه ته ویلي دي چې په بلوچستان کې د شوې سروې ترمخه 78 فیصده جینکۍ د تعلیم د حق نه محرومه پاتې دي او وايي دا شمېره د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې هم زیاته ده.

عمر اورکزی زیاتوي د کرونا وبا له وجې لویه شمېره جینکو خپله تعلیمي لړۍ ودرولې ده ځکه چې وایي یو کال وشو د تعلیم هلې ځلې په ځای ولاړې دي.

د بلوچستان صوبې محتسبې صابره اسلام د عورت فاونډېشن غونډې ته وویل چې روان کال په ښځو د تشدد اووه او په تېرو دوو کلونو کې 38 پېښې شوې دي او په دې لړ کې یې ادارې عملي ګامونه هم پورته کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG