لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خلیلزاد او د حکومت مرکچیان د سولې بهیر پر چټکتیا او د سیمې د هېوادونو پر رول غږېدلي


واشنګټن ـــ د افغان سولې لپاره د امریکې ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له افغانستانه قطر ته تللی او هلته یې د افغان حکومت له مذاکراتي ډلې سره لیدلي دي. په دې ناسته کې د سولې د خبرو د تېزولو تر څنګ په سوله کې د ګاونډیو هېوادونو په رول خبرې شوې دي.

د افغان سولې د ځنډېدلیو خبرو د روانولو او تېزولو لپاره د خپل سفر په ترڅ کې د امریکې ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د خپل اعلی پلاوي په مشرۍ قطر ته تللی او هلته یې د افغان حکومت له مذاکراتي ډلې سره لیدلي دي.

د حکومت مذاکراتي پلاوي پر خپله پاڼه د دې لیدنې خبر خپور کړ او وایي چې له خلیلزاد سره د دوی د پلاوي د مشر معصوم ستانیکزي په ګډون څو نورو غړو هم لیدلي دي.

په خبر کې راغلي چې "په دغه کتنه کې د سولې په پروسې او د هغې په مختلفو اړخونو او همدارنګه د افغانستان په سولې کې د سیمې هیوادونو په رول خبرې وشوې".

د حکومت مذاکراتي ډلې ویلي چې له خلیلزاده سره یې د مذاکراتو د پروسې پر ګړنديتوب او په ایجنډا کې پر مهمو مسايلو هم بحث او خبرې شوې دي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت لا تر اوسه قطر ته د خلیلزاد د سفر په اړه څه نه دي ویلي، خو تېره اوونۍ یې ویلي وو،‌ چې خلیلزاد به د افغان حکومت او طالبانو له مذاکراتي پلاویو سره ویني او دواړه به هڅوي چې د سیاسي روغې جوړې په خاطر خبرې پر مخ بوځي او د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې خوندي کړي.

دا چې خلیلزاد په قطر کې د طالبانو له پلاوي سره هم لیدلي که نه، تر اوسه نه هم طالبانو او نه رسنیو په دې اړه څه ویلي دي.

خو د طالبانو د قطر دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوي نن د جون پر 11مه په قطر کې د چین له سفیر سره لیدلي دي. د طالبانو د دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي:

"په ملاقات کې د بین الافغاني مذاکراتو پر روان وضعیت، په افغانستان کې د چینايي کمپنیو د امنیت او د کورونا اوسني وضعیت کې د افغانانو لپاره د چین له لوري پر روغتیايي کومکونو بحث او د هغوی څخه مننه وشوه".

خلیلزاد په داسې وخت کې قطر ته سفر کړي چې بین الافغاني خبرې له تېرو څو میاشتو راهیسې په ټپه درېدلې دي، چې دواړه غاړې یې یو پر بل د ځنډ پړه ور اچوي.

خو د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتو دواړو ډلو د جون پر اتمه ناسته کړې وه او پخپلو جلا جلا بیانونو کې یې ویلي وو، د ایجنډا پر موضوعاتو یې بحث کړی او د خبرو پر چټکتیا سره همږغي شوي دي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، چې زلمی خلیلزاد به دا ځل د افغانستان او قطر په ګډون د سیمې نورو هېوادونو ته هم سفر کوي خو د سیمې د نورو هېوادونو نومونه یې نه وو یاد کړي.

له خلیلزاد سره دا ځل د امریکې د ملي امنیت شورا، دفاع وزارت او یوسېډ مرستندویې ادارې استازي هم په دې سفر کې ملګري دي، چې په کابل کې یې د افغان ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله په ګډون له نورو سیاستوالو او د مدني ټولنې او د ښځو د حقونو له استازو سره هم لیدنې وشوې او د افغان سولې بهیر په اړه ورسره خبرې وکړې.

په داسې حال کې چې یوې خواته د سولې خبرې ځنډېدلې دي او بلې خواته تر نیمایي زیات امریکایي ځواکونه له افغانستانه وتلي دي، په دې هېواد کې په تېره تقریباً یوه نیمه میاشت کې د تشدد په پېښو کې زیاتوالی راغلی او طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې شاوخوا اته ولسوالۍ نیولې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG