لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کرونا په افغانستان کې 71 او پاکستان 34 کسان مړه کړي


په داسې حال کې چې په پاکستان کې د کرونا له امله د مړينو شمېره کمه شوې په افغانستان کې يې شمېره سېوا شوې ده.

په پاکستان کې د سرکاري شمېرو ترمخه په تير شوا روځ کې د کرونا څخه 34 کسان او په افغانستان کې ترې 71 کسان مړه شوي دي.

په پاکستان کې سرکاري شمېرې ښايي په ملک کې د کرونا څخه د مړينو او خلکو اغېزمنېدو شمېرې مخ په کمېدو روانې دي.

د سرکاري شمېرو ترمخه په تيرو 24 ساعتونو کې په ملک کې د کرونا مالومالو دپاره ټول 39زره 214 معاينې يا ټيسټونه شوي او په 1019 کسانو کې کرونا وايرس مالوم شوي دي.

په پاکستان کې تراوسه پورې د کرونا څه ټول 21زره 723 کسان مړه شوي دي.

بل لور ته په افغانستان کې په تير شوا روز کې د کرونا څخه نور 71 کسان مړه شوي چې ورسره د صحت د وزارت د شمېرو ترمخه په ملک کې د کرونا څخه د مړينو ټوله شمېره 3683 ته رسېدلې ده.

ويل شوي تازه نور 1804 کسان په کرونا اخته شوي دي.

په افغانستان کې تراوسه پورې ټول 93زره 272 کسان په کرونا اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG