لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کوټه: په ماين چاودنه کې د اېف ـ سي ځواک څلور سرتيري وژل شوي


د پاکستان پوځ ویلي د کوټې په مارګټ روډ نن د ګل په ورځ ماين چاودنه شوې او د اېف ـ سي څلور سرتيري پکې وژل شوي دي.

د پاکستان سرکاري ميډيا د پوځ (ايي اېس پي ار) له قوله ویلي، د اېف ـ سي سرتيري د مارګټ په ماينونو په امنيتي ډيوټۍ مامور وو.

پوځ ویلي د اېف ـ سي ځواک سرتيري په ماين چاودنه کې په نخښه کړی شوي دي.

د پاکستان ځايي ميډيا د وژل شوو سرتيرو نومونه ويلي، چې پکې صوبېدار سردار خان د لکي مروت، سپاهي مصدف حسېن د وهاړي، سپاهي محمد انور د ډېره اسماعيل خان او سپاهي اوېس خان د نيلم شامل دي.

پوځ ویلي د پېښې وروسته په علاقه کې په غټه کچه د لټون عمليات پېل کړی شوي دي.

پوځ ويلي په دغه ډول جرمي پېښو به د بلوچستان امن او خوشالي برباده نه کړی شي.

درې ورځې وړاندې د پاکستان پوځ ویلي وو د استخباراتو په اساس عملياتو کې د اېف ـ سي يو سرتيری وژل شوی وو، په دغو عملياتو کې د دوه ترهګر هم وژل شوي وو.

په 31 مې د پاکستان پوځ ويلي وو په بلوچستان صوبه کې په دوه بريدونو کې د پاکستان د اېف ـ سي ځواک څلور سرتيري وژل شوي او اته نور ټپان شوي وو.

XS
SM
MD
LG