لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نېټو مشرانو چين د نړ یوال امن دپاره چېلنج بللی


د ګل په ورځ په برسلز کې د نېټو په سر مشريزه غونډه کې مشرانو چين ته يوه مسلسله خطره ویلي او د روس ځينې پوځي فعاليتونه یې جارحانه بللي دي.

د نېټو د مشرانو د غونډې په يو بيان کې ویل شوي چې د چين ارادې او جارحانه رويه په قوانينو او قاعدو ولاړ نړيوال نظام او نېټو اتحاد د امنيت په اړه په رسمي ډول ستونزې جوړوي.

د 30 ملکونو مشرانو چين ته دښمن نه دي ویلي خو د چين په ځينې پاليسيانو يې د تحفظاتو څرګندونه کړې ده او ويلي يې دي چين په مبهم انداز خپل پوځ نوی کوي يا جديد جوړوي او ناسم مالومات خپروي.

اېسوسي اېټډ پرېس ويلي دغه پېغام د امریکا د صدر جوبايډن د هغه پېغام سره سمون خوري چې نړيوال مشران دې د چين د معاشي، پوځي او بشري حقونو په اړه په یوه خله غږ پورته کړي.

د نېټو مشرانو په خپله اعلاميه کې د روس ځينې پوځي هلو ځلو ته جارحانه ويلي او په نېټو اتحاد کې د شاملو هېوادونو په پولو يې د روس د جنګي عملیاتو او روس د الوتکو لخوا د دغو ملکونو د فضايي حدودو په بيا بیا سرغړونه نيوکې کړي دي.

د نېټو د سر مشريزې غونډې په مهال د امریکا صدر جوبايډن د ترکي د صدر رجب طیب اردګان او ځينې نورو مشرانو سره هم لیدلي او د اردګان سره ليدنې ته ګټوره ويل شوي خو په دغه اړه نور تفصيل نه دی ويل شوی.

امريکا او ترکي دواړه په نېټو اتحاد کې دي، خو د واشنګټن او انقره ترمنځ د روس نه د نوو وسلو په اخستو او ځينې نور چارو اختلافات موجود دي.

د نېټو په سر مشريزه غونډه کې جوبايډن ويلي هغه دغه لويديځ اتحاد (نېټو) ته بيرته راغی او دغو هېوادونو ته ويل غواړي چې امریکا اوس دغلته موجوده ده.

صدر بايډن د نېټو اتحاد د عمومي سېکتر سټولټنبرګ سره لیدلي او سټولټنبرګ ويلي چې هغه به د روس او چين په اړه د بايډن سره مشوره کوي او زياته کړې يې ده چې اتحاديان په دغه اړه يوه رایې لري.

سټولټنبرګ ويلي چې دوی په امريکا اعتماد کوي او امريکا هم په يورپ باور کولی شي.

په برسلز کې د نېټو په مرکزي دفتر کې د ګل په ورځ 14 جون لومړۍ بشپړه غونډه شوې او د نېټو مشرانو پکې ګډون کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG