لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ننګرهار کې د پوليو ضد څاڅکي ورکوونکي څلور تنه وژل شوي


د پاکستان سره په پوله د افغانستان په ننګرهار ولايت کې د پوليو ضد څاڅکي ورکوونکي څلور تنه وژل شوي دي، ويل شوي د پوليو کار کوونکي په بېلابيلو پېښو کې په هدف شوي دي.

د ننګرهار د روغتيا چارواکو د کار کوونکو وژل تاييد کړي دي.

د وي او اې اشنا ترمخه دغه پېښې نن د جون په 15 د ننګرهار په مرکز جلال اباد، سره رود او خوګياڼو کې رامنځته شوي دي.

په خوګياڼو کې په بريد کې يو تن وژل شوی يو ټپي شوی، او بل په کږه بازار کې وژل شوی دی.

چارواکو ويلي دوه نور تنه په سره رود کې وژل شوي دي.

ویل شوی د دغو پېښو وروسته د پوليو ضد څاڅکو ورکولو کمپاين ودرول شوی دي.

د اشنا د خبر ترمخه پرون د پوليو ضد څاڅکو کمپاين پېل کړی شوی وو.

تراوسه پورې د دغو بریدونو زمه واري چا نه ده منلې.

له دې وړاندې په 30 مارچ د ننګرهار د مرکز جلال اباد په ختيځ کې د پوليو درې ښځينه کار کوونکي په ډزو وژل شوې وې.

پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه هېوادونه دي چرته چې د پوليو وايرس شتون لري.

د روانې مياشتې په نهمه د خېبرپښتونخوا په مردان ضلع کې د پوليو د ټيم به ساتنه مامور دوه پوليس په وسله وال برد کې وژل شوي وو.

پاکستاني طالبانو د دغه بريد زمه واري منلې وه.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG