لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد: د افغانستان او پاکستان تر منځ د سولې او اړیکو په اړه کانفرنس ګټور ګڼل شوی


واشنګټن ــــ د پاکستان او افغانستان تر منځ غیرحکومتي مذاکراتو کانفرنس پای ته رسېدلی چې پکې د دواړو هېوادنو ګډونوالو غوښتنه کړې ده پاکستان او افغانستان دې د سیمې د امن د پاره تر خپل منځ بدګومانۍ ختمې کړي، رسمي او غیررسمي اړیکې او مذاکرات دې زیات کړي.

په اسلام اباد کې د "ریجنل پیس انسټیټوټ" په نامه غیرسرکاري ادارې له خوا په دغه غیرحکومتي دوه ورځني کانفرنس کې د پاکستان او افغانستان له خوا حکومتي او پخوانیو حکومتي چارواکو په ګډون د ژوند له نورو برخو سره تړاو لرونکو کسانو ګډون کړی وو.

غونډې ته په وینا کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي ویلي، افغانستان باید نور پر پاکستان د بدامنۍ تورونه ونه لګوي. په دې اړه د پاکستان دپاره د افغانستان پخواني سفیر جانان موسی زي وي او اې ډیوه ته وویل:

"پاکستان د افغانستان د جنګ په قضیه کې او د سولې د هڅو په برخه کې ډېر ځانګړی او خاص نقش لري او په دې کې دغه ډول غونډې دا فرصت برابروي چې د تړلو دروازو تر شا د دوستانه او دوه اړخیز احترام په فضا کې اصل مسایلو ته اشاره وشي".

د افغانستان د حزب اسلامي ګوند غړي غیرت بهیر هم په دې غونډه کې ګډون کړی، نوموړی وایي دواړه هېوادونه باید د یو بل په ضد د تورونو له لګولو ډډه وکړي. ښاغلی بهیر د شاه محمود قرېشي د بیان په اړه وي او اې ډیوه ته وویل:

"داسې بیانونه باید یوه خوا هم ور نه کړي چې زموږ په منځ کې دا رابطې نورې هم خرابې کړي، مسئولین باید مسئولانه خبرې وکړي، اوس چې د سولې بهیر روان دی د دواړو خواوو لهجه او توري باید د روغې جوړې، پخلاینې او خپلوۍ وي".

د سیاسي چارو څېړونکی طاهر خان وایي که څه هم پاکستان اوس وایي چې په افغانستان کې د سټرېټیجیکې ژورتیا د پالیسۍ له مخې هلته خپل اغېز نه غواړو،‌ خو وایي افغانستان په دې اړه ترې عملي ګامونه غواړي:

"ډېر شیان داسې دي چې پاکستان ته به نور کوشش پکار وي چې د پاکستان په اړه د افغانانو فکر او سوچ بدل کړي، د هغه لپاره ځینې داسې کارونه پکار دي چې هغوی قانع شي".

افغانې سیاستوالې حسینه سید هم په دې غونډه کې ګډون کړی، نوموړې وي او اې ډیوه ته وویل، افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي هېوادونه دي او له یو بله نه شي بېلېدای باید تر خپل منځ ټولې شخړې د خبرو له لارې هوارې کړي:

"دا کانفرنس ډېر مثبت او کامیابه وو، ځکه چې موږ دا ډول بحثونو او مکالمو ته اړتیا لرو او موږ د دواړو هېوادونو تر منځ‌ د ستونځو او د امن او ارامۍ په اړه نورې خبرې هم کولای شو".

په اسلام اباد کې دا کانفرنس په داسې وخت کې شوی چې په وروستیو کې د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب تر یوې وینا وروسته- چې پر پاکستان یې د طالبانو د ملاتړ تور لګولی وو- د دواړو هېوادونو تر منځ یو پر بل د تورونو لړۍ پیل شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG