لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په امريکا کې د کرونا څخه د مړینو شمېره د شپږ لکه نه سېوا شوه


په امريکا کې د کرونا څخه د مړینو شمېره شپږ لکه 272 ته رسېدلې ده، د کرونا څخه په نړۍ کې تر ټولو زيات کسان هم په امریکا کې کې مړه شو.

د امریکا د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه په نړۍ کې د کرونا څخه د مړينو ټوله شمېره 38لکه 22زره 685 رسېدلې ده.

د امریکې صدر جوبايډن په امریکا کې د شپږ لکه کسانو په مړینه د خفګان او د کورنيو سره يې د خواخوږۍ څرګندونه کړې ده.

هغه په ټويټر ویلي،

"د کوېډ ـ 19 د لاسه شپږ لکه کسان مړه شو. هغه کسان چې خپلوان يې مړه شوي زما ورسره پوره خواخوږي ده. زه پوهه يم چې دې تورې بلا تاسو له زور درکړی خو وخت به راشي او د ژړا په ځای به ستاسو په شونډو خندا وي".

په نړۍ کې تر ټولو زيات مړي په امریکا کې شوي چې شمېره يې شپږ لکه 272 ده.

په امریکا پسې په دوېم نمبر زيات مړي په برازيل کې شوي چې شمېره يې څلور لکه 90 زره او 696 ده او بيا په هند کې درې لکه 79زره 573 کسان د کرونا څخه مړه شوي دي.

د شمېرو ترمخه په امریکا کې د کرونا پېښې ورځ تر بلې کميږي.

د مې د مياشتې په نيمايۍ کې د امريکې صدر جوبايډن ويلي وو هغو کسانو ته د ماسک اچولو ضرورت نشته کومو چې ويکيسن لګولي دي خو هغه خلک چې ويکسين يي نه دي لګولې په هر حال دې ماسک اچوي.

صدر بايډن ويلي وو چې د جولايۍ د مياشتې پورې به 70 فيصده امريکايانو ويکسين لګول شوي وي، د سرکاري شمېرو ترمخه تر اوسه170 ملينه امریکايانو يعني د ابادۍ35 فيصده خلکو ته دوه دوه ويکيسن لګول شوي دي.

XS
SM
MD
LG