لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بایډن او پوټین د نورو مسایلو تر څنګ افغانستان کې د ترهګرۍ پر بیا نه را پورته کېدو هم غږېدلي


واشنګټن ـــ د امریکې صدر جوبایډن او د هغه روسي سیال ولادیمیر پوټین پرون ناوخته په جنېوا کې سره ولیدل او د دواړو هېوادونو مشرانو تر خپل منځ د اختلافاتو د کمولو په خاطر ماسکو او واشنګټن ته د خپلو سفیرانو د بیرته لېږلو پرېکړه وکړه.

د امریکې او روس ولسمشرانو د سویټزلېنډ په جنېوا ښار کې په داسې حال کې د خپلو هېوادونو د اعلی چارواکو په ګډون سره ولیدل او پر بېلابېلو موضوعاتو یې خبرې وکړې چې له تېرو څو کلونو راهیسې یې تر منځ‌ اختلافات ډېر زیات شوي وو.

تر ناستې وروسته روسي صدر پوټین خبري غونډې ته وویل، ناسته یې ډېره ګټوره وه او وایي د دوی تر منځ هیڅ دښمني نه شته. 68 کلن پوټین 78 کلن بایډن یو "جوړوونکی شخص، ډېر معتدل، تجربه لرونکی او پوخ سیاستوال" بللی دی:

"پر ډېرو ټکو زموږ ارزونه له یو بر سره توپیر لري خو زما په نظر دواړو لوریو د یو بل د پوهېدو لپاره لېوالتیا وښودله او پر مخ د خپلو دریځونو د بدلون په تمه یو. زموږ خبرې بېخي ډېرې ګټورې وې".

ولسمشر جوبایډن هم په جلا خبري غونډه کې وویل، چې له خپل روسي سیال سره یې پر ډېرو مسایلو خبرې وکړې. د رایټر خبري ایجنسۍ د خبر له مخې بایډن ویلي دواړه پر دې سلا شول چې څنګه کېدای شي دا خبره باوري کړي چې ایران ایټمي وسلې تر لاسه نه کړي.

صدر بایډن وایي له پوټین سره پر دې هم ږغېدلی چې "موږ څرنګه کولای شو پخپلو ګډو هڅو سره په افغانستان کې د ترهګرۍ د بیا را پورته کېدو مخه ونیسو. دا د روس په ګټه ده چې په افغانستان کې ترهګري بیا را پورته نه شي".

ولادیمیر پوټین وایي، د دې لپاره چې تر خپل منځ اختلافات را کم کړي، دی او بایدن دواړه پر دې سلا شول چې د خپلو هېوادونو په کور ناست سفیران بیرته ماسکو او واشنګټن ته خپلو دندو ته ولېږي.

د امریکې سفیر جان سولیوېن او د روس سفیر اناتولي انتونوف د روان کال په لومړیو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو تر خرابېدو وروسته خپلو هېوادونو ته ستانه کړل شوي وو.

له صدر بایډن سره په دې لیدنه کې د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر اینټني بلینکن په ګډون پینځه نور لوړپوړي چارواکي هم شامل وو او له روسي صدر سره د دوی ناسته شاوخوا څلورو ګنټو ته ورسېده.

پوټین دا هم وویل چې دواړه لوري به د سټرېټیجیک استحکام او سایبر امنیت په اړه هم یو له بل سره سلا مشورې پیلوي او وایي روس او امریکا ته د دوو ایټمي ځواکونو په توګه ځانګړې ذمه واري ور له غاړې ده چې له یو بل سره اړیکې وساتي.

رپوټونه وایي چې دواړه مشران په نېټو کې د یوکراین د شاملېدو، د سایبر بریدونو او په روس کې د بندي اپوزیشن مشر الیکسي نوالني په اړه خبرو کې کومې خاص نتیجې ته نه دي رسېدلي.

د تېرې دوشنبې- ګل په ورځ د نېټو له مشرانو سره د صدر بایډن تر لیدنې وروسته د یوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلانسکي په ټویټ کې ویلي وو، نېټو منلې چې د ده هېواد کولای شي په دې اتحاد کې شامل شي.

روسي صدر په نېټو کې د یوکراین د شاملېدو په اړه ویلي، "زه فکر کوم داسې څه نه شته چې هلته [له بایډن سره] پرې خبرې وشي". بل لور ته صدر بایډن د دې پوښتنې په جواب کې چې یوکراین په نېټو کې شامل شي که نه وویل، "دا په دې پورې اړه لري چې یوکراین دا شرایط پوره کوي که نه".

روسي حکومت د ولادیمیر پوټین تر خبري غونډې وروسته په یو بیان کې ویلي، روس او امریکا له یو بل سره پر ترینګلتیا برسېره دا وړتیا لري چې په خپلو ګډو هدفونو کې پرمختګ وکړي او له یو بل سره د شخړې او ایټمي جګړې خطر کم کړي.

XS
SM
MD
LG