لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا: پاکستان وايي افغانستان ته يې طبي مرستې لېږلي


پاکستان ويلي افغانستان يې د کرونا څخه د حفاظت او درمنلې په لړ کې اکسيجن ګېس او نور څيزونه ورلېږلي دي.

د پاکستان د سرکاري ميډيا (رېډيو پاکستان) ترمخه هغه څيزونه چې افغانستان ته لېږل شوي پکې د اکسيجن ګېس 500 سلېنډرې، د اکسيجن ګېس ذخیره، وېنټيلېټرې، د اېکسری نوي مشينان او نورو څيزونه شامل دي.

د صحت په چارو کې د پاکستان د وزیراعظم مرستيال ډاکټر فېصل سلطان ويلي، د افغانستان د ولس د حفاظت او درملنې دپاره یې دغه څيزونه ولېږل او زياته کړې يې ده چې نړۍ رايو ځای شي او مرستې وکړي کرونا وبا يواځې د دغه لارې قابو کېدی شي.

افغانستان ته پاکستان طبي مرستې په داسې حال کې لېږلي چې د امریکې د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه په افغانستان کې 94زره 26 کسان په کرونا اخته شوي او 3683 ترې مړه شوي دي.

د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق هم په ټویټر ويلي، افغانستان ته د څيزونو لېږلو په غونډه کې يې ګډون کړی دی.

هغه ويلي افغانستان د کرونا وبا د درېمې څپې د چېلنجونو سره مخ دی.

پاکستان افغانستان ته د کرونا څخه د ساتنې او درملنې دپاره څيزونه په داسې حال کې لېږلي چې په خپله پاکستان هم د کرونا سره مخ دی.

په تير شوا روز کې په پاکستان کې د کرونا څخه نور 46 کسان مړه شوي او 1119 پرې نور اخته شوي دي.

په پاکستان کې د کرونا څخه تراوسه پورې ټول 21زره 874 کسان مړه شوي دي. ورسره د سرکاري شمېرو ترمخه ويل شوي، په ملک کې د يو کروړ او 20لکه نه سېوا کسانو ته د کرونا ضد ويکسين هم لګول شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG