لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان کې اپوزیشن ګوندونو د بجټ په ضد نن احتجاجاً د صوبې لویې لارې تړلې وې


واشنګټن ـــ په بلوچستان اسمبلۍ کې د اپوزیشن ګوندونو مشرانو د صوبې د راتلونکي مال کال د بجټ په ضد له دوو ورځو د اسمبلۍ مخته پرلت پیل کړی او نن یې د احتجاج په توګه تر پینځو ساعتونو د صوبې ټولې لویې لارې تړلې وې.

اپوزیشن ګوندونه وایي‌ د 2021- 22 مالي کلونو په بجټ کې- چې سبا د جون پر اتلسمه به وړاندې کېږي- د دوی د انتخابي حلقو لپاره پرمختیایي بودیجه نه ده شامله کړل شوې.

د پنجشنبې- زیارت په ورځ په ټوله صوبه کې کاربندیز د بلوچستان اسمبلۍ د متحده اپوزیشن له خوا شوی وو،‌ چې د جعمیت علمای اسلام، بلوچستان نېشنل ګوند مېنګل، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او نور اپوزیشن ګوندونه شامل وو.

د کاربندیز له کبله د صوبې پر لویو لارو ټرېفیک په ټپه ولاړ وو، چې له کبله یې مسافر له ستونځو سره مخ وو.

په اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر ملک سکندر ایډوکېټ رسنیو ته وویل، چې د حکومت دغه چلند د زغم وړ نه دی:

"دا ستاسې د خوښې او غوښتنو بجټ دی، تاسې ته چې څه ډول ویل شوي له هغو لارښوونو سره سم بجټ مو جوړ کړی دی".

خو د بلوچستان د خزانې وزیر بیا د اپوزیشن ګوندونو دغه تور رد کړی او وایي حکومت یې پرمختیایي منصوبې منظوروي او چاته نغدې روپۍ نه ورکوي:

"دوی وایي موږ ته نېغ په نېغه بودیجه راکړئ، موږ څو واره ورته ویلي چې د بلوچستان حکومت د خلکو اړتیا ته په کتو سکیمونه منظوروي، هر چېرې چې د اوبو، د سکولونو یا د روغتونونو اړتیا وي".

متحده اپوزیشن تور لګوي چې د بلوچستان وزیراعلی جام کمال له تېرو درو کلونو راهیسې د صوبې پرمختیایي بودیجه پخپله خوښه په خپلو سیمو کې ګاروي او دا د خپلو ټاکل شویو سلاکارانو په وسیله لګوي.

اپوزیشن ګوندونه وایي د دوی په حلقو کې خلک د اوبو، تعلیم، روغتیا، سړکونو او د بجلۍ اسانتیاوې غواړي، خو تور لګوي چې حکومت د دوی حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

وایي که یې حکومت غوښتنې په راتلونکي مالي بجټ کې شاملې نه کړې نو دوی به خپل احتجاج ته دوام ورکوي.

خو د بلوچستان وزیراعلی جام کمال خان بیا د اپوزیشن ګوندونو دغه تورونه رد کړي دي.

ټاکل شوې چې سبا د جون پر 18مه به صوبایي اسمبلۍ ته د راتلونکي مال کال بجټ وړاندې کېږي، خو اپوزیشن ګوندونه وایي دوی به د بجټ په غونډه کې د ګډون پر ځای اسمبلۍ د احتجاج په توګه محاصره کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG