لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران د ولسمشرۍ ټاکنو په خاطر له پاکستان سره ګډه پوله بنده کړې ده


واشنګټن ــــ د ایران سرحدي چارواکو په دې هېواد کې د جون پر اتلسمه د ولسمشرۍ ټاکنو د امنیت په خاطر په بلوچستان کې له پاکستان سره خپله ګډه پوله د هر ډول تګ راتګ او تجارت لپاره بنده کړې ده.

دوې ورځې وړاندې په تفتان ښار کې پاکستاني او ایراني چارواکو په دې اړه غونډه هم کړې چې پکې یې د ایران د صدارتي ټاکنو په مهال د پولیو پر امنیت او نورو مسایلو خبرې شوې دي.

وي او اې ډیوه ته د را رسېدلي خبر له مخې په دې غونډه کې د پاکستان له خوا د تفتان مرستیال کمیشنر عصمت الله اڅکزي او د راهدارۍ دروازې ذمه وار الهي بخش توتیزي او د ایران له خوا مرزبان دویم محمد رضا اخوان د خپل پلاوي په مشرۍ ګډون کړی دی.

ایراني سرحدي چارواکي محمد رضا اخوان ویلي، چې د جمعې په ورځ د ولسمشرۍ د ټاکنو له کبله یې پر پوله امنیت سخت کړی او له پاکستانه یې هم غوښتنه کړې چې خپلې غاړې ته کلک امنیتي ګامونه واخلي.

د تفتان د مرستیال کمیشنر عصمت الله اڅکزي په وینا د پاکستان او ایران ګډه پوله د مارچ له میاشتې په ایران کې د نوروز د رخصتیو له وخته بنده ده او وایي په دې اړه یې بیا بیا ایراني چارواکو ته احوال ور لېږلی چې د خلکو ستونځو ته په پام دې پوله خلاسه کړي خو وایي پوله تر اوسه بنده ده.

د پولې بندېدو نه یواځې عام خلک اغېزمن کړي بلکې پر تجارت یې هم اثر کړی دی او هغه پاکستانۍ مېوې چې ایران ته به لېږل کېدې بازار یې لوېدلی دی. په چمن کې د مېوو کاروباري عبدالخالق وایي:

"آمونه ډېر ارزانه شوي ځکه چې ایران بند کړي دي او افغانستان هم ډېر ټیکس پرې اخلي ځکه یې څوک نه وړي او زموږ پر منډۍ یې ډېر لوی اثر کړی دی".

ایراني چارواکي محمد رضا اخوان د جون پر 15مه د خپلې لیدنې په مهال پاکستاني چارواکو ته ډاډ ورکړی چې د ولسمشرۍ ټاکنو تر ختمېدو وروسته به خپله پوره هڅه کوي چې پوله د هر ډول تجارت لپاره پرانیزي.

ایران له پاکستان سره تر 900 کیلومیټره زیاته اوږده پوله لري چې د عامو خلکو تر څنګ رسمي او غیررسمي تجارت هم ورباندې کېږي، خو ایران وخت په وخت د پاکستان له غاړې په ایران کې د وسلوالو له خوا د ترهګرۍ په پېښو کې د لاس لرلو تورونه هم لګولي چې پاکستان رد کړي دي.

د یادونې وړ ده چې د ایران په صدارتي ټاکنو کې د 40 فیصده خلکو د ګډون اټکل شوی چې تر تېرو ټاکنو ډېر کم دی.‌ د ایران مذهبي مشر آیت الله خامنایي د شورو- چارشنبې په ورځ پر خلکو ږغ کړی چې په زیات شمېر په ټاکنو کې ګډون وکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG