لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ډاکټرانو راتلونکې ۷۲ ساعتونه د عثمان کاکړ د ژوند دپاره مهم بللي


دپښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر روغتون کې دعثمان کاکړ پوښتنه کوي

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي سکتر عبدالرحیم زیارتوال وایي ډاکټرانو د پخواني سینیټر اؤ وتلي ملت پاله سیاستمدار عثمان کاکړ د ژوند دپاره راتلونکي ۷۲ ساعتونه مهم بللي دي .

عثمان کاکړ چې تیره ورځ پخپل کور کې د راپریوتو له امله غورځېدلی اؤ په سر لګیدلی دګوند مشران وایي دا مهال په روغتون کې بستر کړل شوی دی.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي سکتر عبدالرحیم زیارتوال وي او ای ډیوه خبریال فضل عزیز سره خبرو کې ویلي عثمان کاکړ ته تیره شپه په خپل کور کې (برېن ھېمبرج شوی یا د مازغو رګ یې شلېدلی) اؤ دغه مهال هغه په کوټه کې دننه په ټیلي فون خبرې کولې چې راغورځېدلی اؤ په سر لګیدلی دی.

هغه زیارتوال وایي دا مهال عثمان کاکړ په هوش کې نه دی اؤ ډاکټرانو راتلونکي ۷۲ساعتونه دهغه دژوند دپاره مهم بللي دي.

دپښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر ښاغلی محمود خان اڅکزی د جمعې په ورځ دکوټې سټي انټرنیشنل روغتون ته د ښاغلي عثمان کاکړ د پوښتنې دپاره ورغلی اؤ هغه ته یې د روغې څټې دعاګانې کړې دي.

محمود خان اڅګزي په ټوئټر لیکلي چې دګوند صوبایي صدر عثمان کاکړ په هر سخت وخت کې د وړومبي صف د دستې کردار ادا کړی اؤ الله دې هغه ته عاجله شفاء نصیب کړي.

په ټولنیزو رسنیو ګڼ شمیر خلکو د عثمان کاککړ د روغې څټې دپاره دعاګانې کړې دي اؤ دپښتنو دحقونو دپاره یې دهغه مبارزه ستایلې ده.

مجید حمید نومې دټولنیز رسنیو فعال په ټوئټر لیکلي عثمان کاکړ دسینیټ په تاریخ کې هغه یوازینی سینټیر پاتې شوی چې دظلم یا دحق په خبره کله هم غلی نه دی پاتې شوی بلکې تل په وړومبي صف کې په نظر راغلی دی .

هغه وایي عثمان کاکړ دهرهغه چا په ضد مبارزه کړې ده چې په ظلمونو کې شریک پاتې شوی

دعوامي نیشنل ګوند مرکزي سکتر میا افتخار حسین هم د عثمان کاکړ په پېښه دخفګان څرګندونه کړې اؤ هغه ته یې د روغې څټې دعاګانې کړې دي خو هغه په ټویټر لیکلي چې عثمان کاکړ د سړک یوه پېښه کې ژوبل شوی ، اؤ ګڼو خلکو دمیا افتخار حسین اطلاع ناسمه بللې ده

XS
SM
MD
LG