لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دامریکا دفاعي چارواکو افغانستان کې بیا دتروریستي ډلو دمنظم کیدو خبرداری ورکړی


دامريکا لوړ پوړو دفاعي چارواکو خبرداري ورکړي چې په راتلونکو څو مياشتو کې افغانستان څخه دامريکايي اؤ ايتلافي ځواکونو له وتلو وروسته يو ځل بيا تروريستي ډلې امريکا ته ګواښونه راولاړولی شي.

د زيارت يا پنجشنبې په ورځ دامريکې ددفاع وزير لوئيډ اسټن قانون سازانو ته ويلي چې دالقاعده اؤ داعش په څېر ترهګرې ډلې دامريکې اؤ دهغې د لويديزو ايتلافيانو په ضد دبريدونو دپلان جوړولو توان ترلاسه کولو دپاره دوه کاله وخت اخستي شي.

د وي او اي انګريزۍ څانګې د رپورټ له مخې دامريکې دګډو ځواکونو دکميټې مشر جنرال مارک ميلي بيا دا خبردارى هم ورکړى چې دموجوده افغان دولت په برخليک د اډاڼې په ترڅ کې دګواښ دا مهال ويش نور هم ګړندي کيداي شي.

جنرال ملي وايي “که افغان حکومت له منځه ځي يا ملي اردو ړنګيږي نو په دې خطره کې به په واضحه توګه اضافه کيږي”

داپريل په مياشت کې دامريکې صدر جوبائيډن افغانستان څخه دټولو امريکايي ځواکونو د ويستلو په اعلان سره دليل وړاندې کړى ؤ چې امريکې دمخه خپل هدفونه ترلاسه کړي دي، کوم چې دالقاعده او دهغوئ دمشر اسامه بن لادن له لوري په ١١م ستمبر کال ٢٠٠١م کې دنيويارک په نړيوال تجارتي مرکز او پينټاګان دترهه ګريزو بريدونو لپاره دهغوي محاسبه ده.

بائيډن دکانګريس ګډې غوندې ته وينا کې ويلي وؤ “مونږ بن لادن په انصاف ورساوه ،مونږ افغانستان کې دالقاعده دترهګرۍ ګواښ راکم کړو، له شل کلنې ميړانۍ زړورتيا اؤ قربانۍ څخه وروسته اوس وخت رارسيدلي چې مونږ خپل سرتيري خپل کاله ته بېرته راوغواړو”

خو اوس هم په افغانستان کې د القاعده اؤ داعش په اړوند اندېښنې شتون لري چې دامريکايي عسکرو په غيرموجودګۍ کې دوئ يو ځل بيا سر راپورته کولي شي.

دامريکې عسکري اؤ استخباراتي چارواکو دممکنه بدو اغيزو په اړه خبردارى ورکړى چې له امله يې دافغانستان ترڅنګ ددوئ ګاونډيان هم بې ثباته کيدى شي، کوم چې ترهه ګريزو ډلو ته دخپلو عملياتو دقوي کولو او پراخولو هاغه فرصت په لاس ورکولى شي چې هغوئ ورته انتظار کولو.

تيره اوونۍ دامريکا دترهه ګرۍ دمخنيوي دملي مرکز دمشر لپاره نومول شوي کريسټين ايبيزيد قانون سازانو ته ويلي وؤ،چرته چې هم مونږ دسختې ترهګرې ډلې شتون وينو، دهغې څخه يو داسې خطر شته چې دا يو داسې پليټ فارم جوړ شي چې هيواد ته ګواښ راولاړ کړي دکوم لپاره چې دهغه په قول دالقاعده او داعش دخطر راکمولو لپاره امريکا ته ددوامداره فشار راوړلو ضرورت دى.

همدغه راز دملګرو ملتونو دغړو هيوادونو په يوه اوسنۍ جايزه کې انديښنه څرګنده شوې وه او خبردارى ورکړى شوى ؤ چې داسې ښکاري که مذاکرات ناکام شي او غوره پايلې ورنکړي نو دافغانستان دطالبانو جنګيالي به زوره موجوده افغان حکومت راوغورځوي.

په دې کې داخبردارى هم ورکړى شوى ؤ چې دطالبانو لخوا القاعده سره داړيکو ماتولو دژمنو برعکس اوس دوئ په یو بل کې ودونه کړي ،شخصي اړېکې اؤ دیو بل سره راشه درشه لري او دغه اړيکې نورې هم ژورې شوي کومې چې اوس ددویم نسل په اړيکو کلکې تړلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG