لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملګري ملتونه: تېر کال په نړۍ کې 82.4 میلینه خلک بې کوره شوي دي


واشنګټن ـــ د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د کال 2020 د نړیوال رجحان په اړه جاري شوي رپورټ کې وایي تېر کال د جګړو، تشدد، ځورولو او د بشري حقونو د سرغړونو له کبله ریکارډ شمېر 82.4 میلینه خلک بې کوره شوي دي.

دا د کال 2019 نه 4٪ زیاته شمېره ده او د تېرو نهه کالو راهیسې په زور بې کورۍ ته د مجبوره شوو خلکو شمېرې مخ په زیاتېدو روانې دي.

رپورټ زیاتوي چې د کرونا وبا په سبب د لاکډاون او د سرحدونو د بندېدو سره هم د خلکو د جګړو او خونریزیو نه په تېښته کوم اغیز نه دی غورزېدلی.

رپورټ وایي چې په 82 میلینه خلکو کې- چې په زور بې کورۍ ته مجبوره شوي- 26.4 میلینه خلک پناه اخستونکي هغه دي چې د جګړو له کبله د نړیوالو سرحدونو نه اوښتي او پناه یې اخیستې او پاتې نور په خپل هیواد کې د لانجو او تشدد نه بې کوره شوي خلک دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې مشر فلپ ګرانډي ويلي په زور کډوالۍ ته د مجبوره شوو خلکو شمېرې د تیرو لسو کالو راهیسې دوه چنده سېوا شوي دي. ښاغلی ګراندي وایي:

"اوس د ټولو انسانانو تر یو فیصد زیات خلک په زور کډه کولو ته مجبور دي او زما لپاره په دغه شمېر کې حیرانوونکې او دلچسپه خبره دا ده چې 42٪ پکې ماشومان دي".

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له خوا جاري شوی دغه رپورټ وایي د ګردې نړۍ بې کوره شوو خلکو کې په دریو کې یوه برخه د پینځو هیوادونو شام، وینزویلا، افغانستان، سوېلي سوډان او میانمار څخه دي.

له تېرو اوو کالو راهیسې ترکي د نړۍ تر ټولو زیات شمېر کډوالو ته په خپله خاوره پناه ورکړې ده. په ترکي پسې کولمبیا، پاکستان، یوګېنډا او جرمني دي.

ښاغلی ګرینډي وایي شمالي موزمبیق هغه ځای چې تازه پکې د وسلوالو ډلو د تشدد له کبله اووه لکه خلک بې کوره شوي دي. دی زیاتوي چې په برکینا فاسو، نایجر او مالي کې د تشدد له کبله اووه نیم لکه خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره کړل شوي. ښاغلی ګریندي وایي:

"او بیا بې شکه ایتوپیا چرته چې د تیګري شخړې- زه په پوره باور سره نه شم ويلی- خو نزدې یو میلین خلک یې د هیواد دننه بې کورۍ ته مجبور شوي او د دې سره سره د 50 او 60 زرو پورې خلک سوډان ته اوښتي دي".

ښاغلي ګرینډي وویل په کال 2021م کې په نړیوال کچ د فسادونو له کبله د بې کوره کېدونکو خلکو لړۍ سمه نه ښکاري. دی وایي په لومړیو شپږو میاشتو کې هم ډېر لږ خلک خپلو کورونو ته ستانه شوي او د کډوالۍ ستونځې لا نه دي حل شوې.

دی زیاتوي چې په ورته وخت کې نوې ستونځې را پورته کیږي او ددغې د حل پر ځای نور کډوال په تېزۍ سره په خپلو هیوادونو کې دننه او له سرحدونو بهر پناه اخستو ته مجبوره کیږي.

XS
SM
MD
LG