لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د قرېشي څرګندونو ته د محب غبرګون: پاکستان يې په کلکه غندنه کړې


د پاکستان د بهرنيو چارو وزير په افغانستان کې د تشدد سېوا کېدو بيان ته چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار کوم غبرګون ويلی، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت يې په کلکه غندنه کړې ده.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د جمعې په ورځ (18 جون) ويلي، "مونږ د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د بې بنياده دعوو په کلکه غندنه کوو چې هغه ويلي پاکستان د افغانستان په کورنيو چارو کې کې لاس وهنه کوي".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي په افغانستان کې په ورستيو کې د تشدد د پېښو سېوا کېدو په اړه ويلي وو دا به مبالغه وي که ووایو چې دا تشدد د طالبانو له کبله دی.

قرېشي د افغانستان له طلوع نیوز سره په مرکه کې، چې ځینې برخې یې د دې رسنۍ پر ټویټر خپرې شوي، د طالبانو په ځای داعش او نور عناصر د تشدد د زیاتوالي ذمه وار بللي. قرېشي ویلي،

"څوک د دې [تاوتریخوالي] ذمه وار دي؟ بیا وایم، که تاسې هڅه کوئ او دا تاثر ورکوئ چې تشدد د طالبانو له کبله زیات شوی، بیا وایم، دا مبالغه ده".

د قرېشي دغه څرګندونو ته د افغانستان د امنیت سلاکار حمد الله محب په ټویټر ځواب ويلی چې،

"موږ پوهېږو چې څنګه او ولې دوی د دې وړ جوړول کېږي چې دې کار [بریدونو] ته دوام ورکړي. قرېشي یا خو ناخبره، ناپوه او یا یې ملګری دی، کېدای شي دی له دې هم منکر شي چې اسامه د پاکستان د پوځ مرکز ته نیژدې وموندل شو".

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په خپل بيان کې ويلي، د افغانستان د سولې په لړ کې د پاکستان کردار په نړيواله کچه منل شوی دی.

پاکستان ويلي د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار پرله پسې دغه ډول څرګندونې ډېرې د اندېښنې وړ دي او ويل شوي دواړه ملکونو په دې موافقه کړې چې د (پاکستان او افغانستان ترمنځ د سولې او پېوستون عملي کاري پلان (APAPPS) پلېټ فارم د لارې به د يو بل سره بحثونه کیږي او د ښکاره تورونو به ډډه کولی شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي ترکي ته د خپل سفر په مهال د "انتالیا ډیپلومېسي" غونډې په څنډه کې د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره هم ليدلي د افغانستان د سولې په اړه يې ورسره خبرې کړي او ويلي يې دي،

منفي بيانونه او تورونه لګول يواځې د ماحول خرابېدو سبب ګرځي او څوک چې د سولې د پروسې مخالفه دي د هغو لاس پياوړي کوي.

XS
SM
MD
LG