لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي وزیرستان په میرعلي کې دوه تنه په هدفي وژنه کې وژل شوي


د شمالي وزیرستان د میر علي پولیس وايي تير ماښام د میر علي په ارمز کلي کې فهیم نومې تن او د هغه ساتونکی وژل شوي دي.

پوليس وايي د وژل شوي تن کورنۍ په چا دعوه داري نه د کړې او پولیسو په خپل مدعیت کې د نامالومه کسانو پرضد مقدمه درج کړې او پلټنې پېل کړي دي.

د سیمې نه وقار داوړ نومې تن وویل د چا سره شخصي دوښمنې نه لري او تیره ماښام دوی د ټیکې یا د کار نه واپس راتلل چې په لار کې په هدف کړی شوي دي.

هغه وویل نوموړي د پوځ انتظام لاندې د اوبو په ویاله جوړولو کار کولو.

دا تازه پېښه په داسې حال کې شوې چې د مې په میاشت کې پښتون ژغورنې غورځنګ په يوه ولسي غونډه کې په علاقه کې د بدامنۍ د مخنيوي غوښتنه کړې وه.

په علاقه کې د تازه پېښو په اړه د شمالي وزيرستان د پوليس مشر (ډي پي او) شفيع الله ګنډاپور سره وي او اې ډيوه د تماس هڅه کړې خو ځواب ورته نه دی ویل شوی.

خو د شمالي وزیرستان د پوليسو مشر د اپریل په میاشت کې په يو شوا روز کې د پينځه تنو د وژنو د پېښې وروسته ویلي وو په علاقه کې هره پېښه هدفي وژنه نه وي.

هغه ويلي وو په علاقه کې خلک په خپلو شخصي دښمنو کې وژنې وکړي او هغه بيا هدفي وژنې شمارل کيږي.

د شمالي وزيرستان مرستیال کمشنر شاهد علي ويلي وو په علاقه کې زياتره خلک د وژنو د پېښو مقدمې د نامالومه کسانو پرضد درج کيږي، پکار ده چې خلک په مقدمو کې کسان ونوموړي پرضد به يې قانوني چلند کولی شي او د قانون منګولو ته به راوستل کيږي.

پولیس مشر ويلي وو قبایلي علاقې چې په صوبه کې شاملې شوي په علاقه کې د بدامنۍ پېښې کمې شوي او پولیس هڅه کوي چې امنيت ټينګ وساتي.

په شمالي وزریستان کې د هدفي وژنو وروستې پېښې د مې په 28 شوې وې چې د پولیسو په خبره درې کسان وژل شوي دغه پیښې هم په میر علي سب ډویژن کې شوې وې.

په شمالي وزیرستان کې دا تازه پیښه په داسې حال کې شوې چې ورسره په پوله بنو جان خیل کې ځايي خلک نن په شلمه ورځ په ولسي احتجاجي پرلت ناسته دي او يو وژل شوي مشر ته انصاف ترلاسه کیدو سره په سیمه کې د امنیت ټیګښت غوښتنه کوي.وايی د دوی سره شوې د وزیراعلی ژمنې دې پوره شوي.

د جانی خیل پرلت په 30 مې د یو ځايی مشر ملک نصیب خان تر وژنې وروسته پیل شوې د دغه پیښې مقدمه پولیسو سره د نامالومه کسانو پرضد درج کړې ده.

دې احتاج کوونکو ته د زیارت په ورځ د خېبرپښتونخوا د ټرانسپورټ وزیر شاه محمد ورغلی او پرلت ته په وېنا کې يې ويلي وود دوی غوښتې جایزې دي د بجټ د غونډې وروستو به د صوبې اعلا وزیر سره به د دوی د غوښتنو په اړه وويني.

د پرلت یو مشر ګل عالم وزیر وویل د صوبې وزیر ته دوه ورځې وخت ورکړی شوې که غوښتنې يې نه منل کیږی سبا بیا قوم را یوځایی کیږی او هغه د مړي سره اسلامه اباد ته لاریون کولو د دوی پرېکړه په ځای ده.

اخوا ته د صوبې حکومت يو چارواکي د نوم نه اخستو په شرط وویل وزيراعلی ته د دوی دا غوښتنې رسول شوي دي خو هغه د بجټ په غونډو کې مصروف دی او زر به دې احتجاج کوونکو ته د غوښتو په منلو کار پیل کړي.

دغه چارواکي وویل ښه به دا وي چې دوی اول مړی ښخ کړي او احتجاج ختم کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG