لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د کورونا له درېیمې څپې سره اکسیجن په ختمېدو دی


واشنګټن (اې پي) ـــ افغانستان په داسې وخت کې د اکسیجن له کموالي سره مخ شوی چې په دې هېواد کې د کورونا وایرس درېیمه څپه په ډېرې تېزۍ روانه ده او له کبله یې هره ورځ په لسګونو کسان مري او په زرګونو نور په دې ناروغۍ اخته کېږي.

د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند غلام دستګیر نظري اسوسیېټیډ پریس ته په مرکه کې ویلي، حکومت یې په لسو هغو ولایتونو کې د اکسیجن کارخانې لګوي چې په ځینو سیمو کې یې په کورونا اخته کسان 65 فیصده ته رسېدلي دي.

د روغتیا د نړیوالې ادارې له سپارښتنو سره سم د ناروغانو په شمېر کې تر پینځه فیصده زیاتوالی دا ښیي چې چارواکي په پراخه کچه د ناروغانو ټیسټونه نه کوي او وایرس لا پسې خپرېږي.

په افغانستان کې د ورځې په مټې څلور زره ټیسټونه کېږي او اکثر تر دې هم کم کېږي. د ناروغې مور لپاره په اکسیجن پسې سرګردانه عزیز سروري وایي:

"ډاکټر وایي د مور اکسیجن مې باید تر 90 فیصده زیات وساتو، ما اوس دستي کور ته ټیلیفون وکړ او د هغې اکسیجن تر 80 فیصده کم وو. زه باید سمدستي اکسیجن پیدا کړم او مور ته یې ولګوم، دا ډېر سخت وخت دی".

د روغتیا وزارت ویاند وایي‌ ایران چې له افغانستان سره د 3,800 اکسیجن سلنډرو ژمنه کړې وه په هغوی کې یواځې 900 د شنبې- خالي په ورځ ورکړل شوي خو نور د ایران د ولسمشرۍ ټاکنو له کبله ځنډېدلي دي.

چارواکي وایي ازبکستان هم تېره اوونۍ یو 1000 سلنډر ورکړي وو، خو اوس خالي سلنډر هم په ختمېدو دي او روغتونونه هم ناروغانو ته محدوده اندازه اکسیجن ورکوي.

کابل ښاریان په اکسیجن پسې ستړي ستومانه ګرځي او اکسیجن ورکوونکو ته د خپلو خالي سلنډرونو د ډکېدو لپاره سوال زارۍ کوي چې د کورنۍ ناروغان یې وژغورل شي. د عبدالواسع مېرمن له لسو ورځو ناروغه په روغتون کې بستر ده او دی د هغې لپاره له څلورو ورځو د اکسیجن سلنډر په ډکولو پسې سرګردانه دی:

"موږ غریبان یو ځکه مو څوک پروا نه کوي. په بازار کې که څوک په ګرانه اکسیجن پیدا هم کړي سلنډر یې په څلور پینځه زره افغانۍ ډکېږي، یو کمیشنکار په بازار کې پر ما اکسیجن سلنډر په څلور زره خرڅ کړ".

د افغانستان د سوداګرۍ او ماینونو د چېمبر مشر سخي احمد پیمان وایي حالت له کنټروله وتلی دی ځکه چې وایي په هېواد کې یې 30 د اکسیجن کارخانې دي او دا د خلکو اړتیا نه شي پوره کولای:

"په دې حالت کې زه فکر نه کوم چې موږ د نور اکسیجن پیدا کولو توان ولرو، له موږ سره اخري ګنجایش همدومره وو چې موږ ترې ګټه اخلو. خلک څه وکړي ناروغان لري او هره دروازه ټکوي چې خپله ستونځه حل کړي. دا له کنټروله وتلی حالت دی او موږ ګومان هم نه کاوه چې داسې به پېښېږي".

په افغانستان کې د سرې میاشتې او سره صلیب مرستندویو ادارو د پلاوي مشر نیسیفور مغیندي وایي، کار یې روان دی چې په دې هېواد کې د اکسیجن پیدا کولو یو پلانټ تر لاسه کړي:

"د خلکو د ژوند ژغورل تر ټولو لومړۍ اړتیا ده او د دې لپاره دا ډاډ پکار دی چې دوی باید ژر تر ژره علاج ته رسایي ولري خصوصاً هغه چې د ناروغۍ زیاتې نخښې لري او اکسیجن ته اړتیا لري، ځکه نو اکسیجن ډېر ضروري او د اکسیجن رسول باید زیات شي او د حل لاره یې وموندل شي".

د افغاني سرې میاشتې اداره په افغانستان کې پینځوس بستریز روغتون چلوي چې د کورونا ناروغانو ته یې ځانګړی کړی او د ورځې 250 اکسیجن سلنډرونه استعمالوي، خو وایي په وروستیو ورځو کې په مټې د دغو سلنډرونو نیمایي ورکول کېږي.

په افغانستان کې د ورځې په حساب د کورونا ناروغانو شمېر تر تېرې میاشتې مخ په زیاتېدو دی او په تېرو څلرویشتو ګنټو کې په دې هېواد کې نور 1,384 کسان په دې ناروغۍ اخته شوي او 92 کسان ترې مړه شوي دي.

په افغانستان کې په کورونا وایرس د ټولو اخته کسانو شمېر تر یو لک اوښتی او 4,122 کسان یې ترې مړه شوي دي، خو په دې ناروغۍ اخته او مړه شوي هغه کسان نه دي شمېر شوي چې ټیسټونه یې نه دي شوي او پخپلو کورونو کې مړه شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG