لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ايران په صدارتي انتخابونو کې سخت دریځه اميدوار ابراهیم رییسي بریالی شو


واشنګټن ـــ د مېډيا تر مخه د ايران په صدارتي انتخابونو کې سخت دريځه اميدوار او د عدليې پخواني مشر ابراهيم ریيسي بری موندلی او مقابل يې خپله ماتې منلې او هيله يې څرګنده کړې نوی حکومت به خلکو ته اسانتياوې پيدا کړي

د ايراني مېډیا د مخه د ملک د مرکزي بېنک پخواني مشر عبدالناصر همتي په يو خور شوي خط کې منتخب شوي صدر ته ليکلي "هيله من يم چې د سپريم لیډر آيت الله علي خمينايي په مشرۍ کې به ستا حکومت قام ته ارام او سوکالي راوړي".

د جمعې په ورځ په ايران کې انتخابونه وشول چې د خالي- شنبې د سحر د دوه بجو پورې روان وو او دوه ساعته وخت يې نور اوږد کړی وو په دې خيال چې ‌‌‌‌‌‌ډېر نه ‌‌‌‌‌‌ډېر خلک ووټ واچوي.

رپورټونه وايي يو خوا د ووټ اچوونکو شمېر کم ليدل کېده او بل خوا د ریيسي په مقابل کې کوم بل د دې کچې اميدوار هم نه وو چې انتخابونه وګټي. په سرکاري توګه لا د ووټ اچوونکو فيصدي نه ده اعلان شوې.

د دې نه وړاندې د ايران نيمې سرکاري مېډیا ادارې فارس خبر خور کړی وو چې د جمعې د ماښام د7.30 بجو پورې د ايران د 59 ميلین ووټ اچوونکو 37 فيصده خلکو ووټ اچولی وو.

خو د ملک د داخله چارو وزارت چې د انتخابونو د انتظام ذمه واري يې په غاړه ده د اچول شوو ووټونو د شمېر فيصدي لا نه ده تایيد کړې.

څېړونکي وايي زياتره ايرانيانو په ووټ اچولو کې دلچسپي نه ښودله چې يو خوا د اسلامي حکمرانانو د اقتصاد د بې نظمۍ او د امريکا د اقتصادي بندیزونو او د اوږدېدونکې کرونا وبا او اداري فساد نه خوښ نه دي.

د ايران سرکاري منل شوو د څار ادارو د وړاندې نه دعوې کړې وې چې د ووټونو اچولو فيصدي به د 40% خوا و شا وي چې دا به په 1979م کال کې د اسلامي انقلاب راتلو وروسته د صداتي انتخابونو تر ټولو ټيټه کچه وي.

په سوشل مېډيا خواره شوي تصويران او نور مواد دا په ګوته کوي چې په ټول ملک کې په پولېنګ سټيشنو کې د ووټ اچوونکو شمېر کم ليدل کيږي.

د ايران سرکاري ټيليوژن په ځينو ځايونو کې د نزدې نه اخستل شوي شارټونو کې په پولېنګ سټېشنو کې ولاړ قطارونه ښودلي او دا سره د دې چې مهمو مشرانو لکه د مثال په توګه آيت الله خمينايي، تلونکي صدر حسن روحاني او د خمېنايي د حلقې تن ریيسي خلک ووټ اچولو ته وهڅول خو ولې دا د وړاندې نه ښکارېده چې ریيسي به په اسانه انتخابونه وګټي.

د ايران ګار‌‌‌‌‌‌ډين کونسل چې د ملکي ايين برخه ده او په انتخابونو کې برخه اخستونکي اميدواران چاڼوي فقط ریيسي او شپږ نور کم مقبوله اميدوارانو ته د برخې اخستلو اجازه ورکړې وه چې په نتيجه کې يې نور په سلګونو چې پکې د ریيسي د پايې يو شمېر سياستمداران هم وو په انتخابونو کې د برخې اخستلو محرومه شول.

د اميدوارانو نااهلۍ په ټول ملک او د ايران نه په بهر نړۍ کې د خمېنايي مخالفينوتر يوې اوونۍ احتجاجونه وکړل چې د انتخابونو نه خلک بايکاټ وکړي ځکه د هغوی په وينا دا د شرم انتخابات دي.

په امريکا کې د بشري حقونو کارمند او د عبدالرحمان بارومند سنټر مشر لدان بارومند د وي او اې فارسي ټيليوژن ته ويلي "په دې باور يم چې کم اچول شوي ووټونه به د ايراني رجيم د قانوني حيثيت شخړه نوره بحران ته بوځي".

هغه وايي "همدا سوب دی چې حاکم نظام تل په ووټرانو زور راوړی چې برخه واخلي او تر امکانه هغه ټول وسايل په کار راولي چې خلک ووټ اچولو ته ورسوي".

د بهرنيو ايرانيانو د پاره د چلېدونکي نيوز سايټ کيهان لنډن چيف ایډيټر اغلې الهي بوغرت فارسي سروس ته ويلي چې ‌‌‌‌‌‌ډېرو ايرانيانو ووټ په پښو واچولو چې د بېلټ بکسونو نه يې ځان لرې وساتو. هغه وايي "دا دريځ د اسلامي حکومت منلو ته يو غټ نا دی".

په مقابله کې ریيسي ته دوه سخت دريځه او پخواني بېنکر همتي ښکاره اميدوارانووو. ريسي چې پخوانی جج دی په خپل کمپېن کې ژمنې کړې چې اداري فساد به ختموي او که یې وګټي نو په داسې وخت کې به صدر شي چې ايران د امريکا د بندېزونو سره مخ دی.

امريکا د 1880م لسيزې په وروستیو کې په ریيسي په دې بندېزونه لګولي وو چې په مبينه توګه هغه قيد سياسي ايرانيانو ته په غټه کچه د مرګ د سزاګانو ورکولوپه تور تورن دی.

د ايران د خارجه او ايټمي پالسيانو اختيار د خمينايي په لاس کې دی او ټول صدارتي اميدواران د هغه فيصله مني لکه په نزدې کې چې په ويانا کې د امريکا او ايراني چارواکو خبرې وشوې چې نېغ په نېغه نه وې او مقصد يې د ايران په اقتصاد لګول شوو بندېزونو کې نرمي راوستل دي.

د ولسمشر جو بایډن حکومت ويلي په ايران لګېدلي بندېزونه به نرم کړي خو که ايران د ايټمي وسلو د جوړولو نه په شا شي چې ايران د نړيوالو بندېزونو د ختمولو د پاره دغه لوظنامه په کال 2015 کې د نړۍ د طاقتورو قوتونو د چترۍ جواينټ کمپرېهېنسېو پلان اف ايکشن لا جې سي پي او اې لاندې لاس ليک کړې وه.

خو ايران د ايټمي بندېزونو خلاف ورزي په کال 2019 کې هله پيل کړه چې کال وړاندې د امريکا ولسمشر ‌‌‌‌‌‌ډونلډ ټرمپ د جې سي پي او اې لوظنامې ووتلو او يو طرفه بندېزونه يې ولګول.

ټرمپ ويلي وو جې سي پي او اې په دې کې پاتې راغلی چې ايران د ايټمي وسلود جوړولو نه ودروي چې ايران ترې تل انکار کړی چې نه ايټمي وسلې او نه په دې اړه کوم نور داسې د اعتراض وړ کارونه کوي.

بایډن ويلي د امريکا او ايران جې سي پي او اې ته بيرته تګ د يادې چترۍ د منظور شوو اصولو منل دي چې د ايران د ايټمي او نورو مسلو د حل په اړه به د امريکا د کوښښونو او راتلونکو قوي لوظنامو پيل وي.

خو بل خوا د کېنېډا په يارک پوهنتون کې د سياسي علومو پروفيسر فرهاد رضايي ايراني سروس ته ويلي چې د تلونکي ولسمشر روحاني په ځای راتلونکی سخت دريځه ولسمشر ریيسي به د بایډن د پاره نور هم ګران شي چې بيرته د جې سي پي او اې لوظنامې ته لاړ شي.

خو رضايي بيا وايي "د ايران خارجه تګلاره او په خصوصي توګه د امريکا سرهتعلق د خمينايي په واک کې ده او هر بل ولسمشر راشي ښکاري دا چې هم د اوږدو روان اصول به مني".

XS
SM
MD
LG