لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: په تېرو لسو کلونو کې په زور د بې کوره شوو شمېره دوه چنده شوې


واشنګټن ـــ د ملګرو ملتونو له خوا د جون د 20مې لمانځل کېدونکې د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت د امریکې صدر جوباېډن په خپل یو بیان کې ویلي چې د کډوالو په نړیواله ورځ د ګردې نړۍ له خلکو سره ولاړ دی.

صدر بایډن ویلي دا یوه داسې ورځ ده چې مونږ د هغو میلینونو خلکو حوصله او انسانیت لمانځو چې د جګړو،‌ تشدد او ظلم د لاسه د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شوي دي. صدر بایډن وړاندې ویلي:

"په دې ورځ مونږ خپلې هغه سپېڅلې ژمنې تکراروو د کومې په لار چې د انساني مرستو په ذریعه د کډوالو تکلیفونه کموو او د کډوالو د ستونزو د حل لپاره خپلې هڅې یو په دوه سېوا کوو. سره د دې مونږ دا ژمنه هم کوو چې په سفارتي لارو روانې لانجې ختمې کړو د کومو د لاسه چې کډوال نورو سیمو ته په تګ مجبوره شوي دي".

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادرې یا یو اېن اېچ سي آر د رپورټ تر مخه دا مهال په نړۍ کې د بل کوم وخت نه تر ټولو زیات کډوال دي.

سره د دې چې په نړۍ کې د کرونا وبا د لاسه د بېلا بېلو هیوادونو له خوا په خلکو بندیزونه لګول شوي، په یو بیان کې د یو اېن اېچ سي آر له خوا ویل شوي د تشدد، جنګونو، ظلم او د بشري حقونو سر غړونو د لاسه په کال ۲۰۲۰م کې د کډوالو شمېره نژدې ۸۲.۴ میلینه ته رسېدلې چې دغه شمېر د کال ۲۰۱۹م د ۷۹.۵ میلینه شمېرې نه ۴ فیصده زیاته ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې نایب کمشنر ګېلین ټرېګس د وي او اې لارل باومن ته ویلي، "د دې نه زیاته بوږنوونکې خبره دا ده چې په تېرو ۱۰ کالو کې د کډوالو یا په زوره بې کوره شوو خلکو شمېره یو په دوه زیاته شوې او په دغه شمېره کې ۴۸ فیصده ماشومان یا ځوانان دي. د دې مطلب دا دی چې مونږ سره د ماشومانو یو داسې نسل دی چې د خپل پلرني هیوادونو نه جدا دي".

د کډوالو نړیوالې ورځ په مناسبت یو اېن اېچ سي آر په نړۍ غږ کړی چې دا یاد ساتي چې د هرې شمېرې تر شا یو داسې تن دی چې په زوره د کوره شړل شوی او د دغې تر شاه د بې کورۍ او کړاوونو لویه کیسه ده. دغه کډوال نه یواځې په بشري مرستو او پام کولو مونږ ته سترګې دي خو دا تمه هم لري چې د دوی د لانجو حل به معلوم شي.

د کډوالو نړیواله ورځ په لومړي وار په کال ۲۰۰۱م کې د جون په ۲۰مه نېټه د کال ۱۹۵۱ د کډوالو د کنونشن د ۵۰مې کلیزې په مناسبت لمانځل شوې وه.

په شورو کې دې ته د افریقا د کډوالو ورځ ویل کېدله خو بیا په کال ۲۰۰۰ کې د دسمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو عمومي شورا په رسمې توګه دغه ورځ د کډوالو نړیواله ورځ اعلان کړه.‌

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG