د افغانستان ولسمشر اشرف غني ويلي، "د سولې پروسه کې د پاکستان رول مهم وباله وې ویل، په افغانستان کې سوله او جګړه د سیمې د بل هر هېواد په پرتله پر پاکستان زیات مثبت او منفي اغېز لري او پاکستان باید خپله ژمنتیا په عمل کې ثابته کړي".
افغان صدارتي ماڼۍ ارګ ویلي ولسمشر دغه خبره پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ په 21 جون د برتانيه د نوي سفير سره په ليدنه کې کړې ده.
د ارګ ترمخه اشرف غني ويلي، ترهګري یو ایکوسیستم دی او ورسره ګډه مبارزه پکار ده. هغه زیاته کړه، د طالبانو له لوري تاوتریخوالی د هغوی پر وړاندې د خلکو نفرت زیاتوي او هغوی باید د اوسنۍ ستونزې د حل لپاره د خبرو له لارې اقدامات وکړي".
اشرف غني د افغانستان "د سولې پروسه کې د پاکستان رول مهم وباله وې ویل، په افغانستان کې سوله او جګړه د سیمې د بل هر هېواد په پرتله پر پاکستان زیات مثبت او منفي اغېز لري او پاکستان باید خپله ژمنتیا په عمل کې ثابته کړي".
له دې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په يوه اعلامیه کې په پاکستان غږ کړی وو چې پاکستان په طالبانو کوم اثر لري د هغې نه په استفادې سره طالبان وهڅوي او د خبرو مېز ته دې راولي.
په 18 جون د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يو بيان کې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب د دعوو غندنه کړې چې پاکستان په افغانستان کې لاسوهنه کوي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي په افغانستان کې په ورستيو کې د تشدد د پېښو سېوا کېدو په اړه ويلي وو دا به مبالغه وي که ووایو چې دا تشدد د طالبانو له کبله دی.
قرېشي د افغانستان له طلوع نیوز سره په مرکه کې، چې ځینې برخې یې د دې رسنۍ پر ټویټر خپرې شوي، د طالبانو په ځای داعش او نور عناصر د تشدد د زیاتوالي ذمه وار بللي. قرېشي ویلي وو،
"څوک د دې [تاوتریخوالي] ذمه وار دي؟ بیا وایم، که تاسې هڅه کوئ او دا تاثر ورکوئ چې تشدد د طالبانو له کبله زیات شوی، بیا وایم، دا مبالغه ده".
د قرېشي دغه څرګندونو ته د افغانستان د امنیت سلاکار حمد الله محب په ټویټر ځواب ويلی وو چې،
"مونږ پوهېږو چې څنګه او ولې دوی د دې وړ جوړول کېږي چې دې کار [بریدونو] ته دوام ورکړي. قرېشي یا خو ناخبره، ناپوه او یا یې ملګری دی، کېدای شي دی له دې هم منکر شي چې اسامه د پاکستان د پوځ مرکز ته نیژدې وموندل شو".
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په خپل بيان کې ويلي، د افغانستان د سولې په لړ کې د پاکستان کردار په نړيواله کچه منل شوی دی.
پاکستان تل دا دعوه کوي چې په افغانستان کې يې امن غوښتی او په افغانستان کې امن د پاکستان په ګټه بولي او وايي په دغه لړ کې يې تل د سهولت کار کردار لوبولی دی.
او افغانستان تل د پاکستان نه غوښتي چې د سولې په لړ کې خپلې کړې ژمنې عملي کړي.