لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور:دیو کور دننه ډزو کې دیوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي


پولیس وایي دپېښور په کلیواله سیمه چوها ګجرو کې د زمکې پسر شخړه کې دیوې کورنۍ اووه کسان وژل شوي چې پکې درې ماشومان وړونه هم شامل دي.

دپېښور دپولیسو لخوا په دې اړوند میډيا ته د ورکړل شوي بیان له مخې دګل اؤ نهې په شپه دپهندو سیمې سره نزدې په چوها ګجرو کې وسله وال کسان یو کور ته ور اوښتي اؤ‌ دغلته یې ناتاره ډزې کړې دي.

بیان کې ویل شوي چې په دې ډزو کې د یوې کورنۍ اووه تنه وژل شوي چې هغې کې درې وروڼه اؤ دهغوئ مور هم شامل دي.

پولیس د وژل شوؤ کسانو نومونه بانو د ابراهیم میرمن،دهغه درې زامن دیارلس کلن سلیم،لس کلن سلمان،اؤ شپږ کلن جلال،دحبیب الله دوه کلنه لور سومیه ښودلي او وایي چې یوه شپو کلنه لور یې په ژوبل حالت کې روغتون ته هم رسول شوې ده.

دپېښې سره سم دپېښور دپولیسو مشر عباس احسن،ایس ایس پي یاسر اپریدی اؤ نور لوړ پوري پولیس افسران دپېښې ځائ ته رسیدلي اؤ سي سي پي او ددې پېښې دپلټنو دپاره دیوې کمیټې جوړولو امر هم کړی دی.

پولیس وایي چې دپېښې نه وروسته یې دشک په اساس څلور کسان نیولي اؤ دهغوئ څخه یې پلټنې کړې دي.

دپولیس سرچینې دا هم وایي چې دا پېښه د زمکې په شخړه رامنځته شوې اؤ دواړه خواوې خپلو کې تربوران دي.

په خیبر پښتونخوا کې تر دې وړاندې هم وخت په وخت د زمکو دشخړو په سر دغسې نښتې شوي چې تر دې مهاله پکې په سلګونو کسان وژل شوي اؤ‌ ژوبل شوي دي.

سږکال دفرورۍ په میاشت کې په جنوبي وزیرستان کې د زمکې پسر یوه درنه نښته کې تر لسو زیات کسان وژل شوي اؤ په لسګونو نور ژوبل شوي وؤ.

همدا شان تیرکال د نومبر په میاشت کې دخیبر پښتونخوا په صوابۍ سیمه کې هم د زمکې پسر دشخړې له امله د روانې یوې جرګې په مهال ډزو کې اته کسان وژل شوي وؤ.

همدغه شان تیرکال د جولایي په ۲۹مه هم په بر دیر سیمه کې د زمکې د ملکیت پسر د دوؤ کورنیو ترمنځ نښته کې نهه کسان وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي وؤ.

په ۱۸م اګست کې د کوز دیر په ګوسم سیمه کې دیوې جرګې په مهال دوؤ مخالفو ډلو ترمینځ ډزې شوي وې چې پکې پینځه کسان وژل شوي اؤ یو بل ژوبل شوی ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG