لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېنټاګان: له افغانستانه د ټولو ځواکونو د وتلو نېټه مو ټاکلې ده خو له حالاتو سره بدلېدای شي


واشنګټن ـــ د امریکې د دفاع وزارت وایي په افغانستان کې د طالبانو حملې ورځ په ورځ زیاتېږي چې وایي امریکایي مشران حالاتو ته په کتو په پرله پسې توګه د خپلو ځواکونو د وتلو بهیر او په دې هېواد کې خپلو عملیاتو ته کتنه کوي.

د پېنټاګان ویاند جان کربي د دوشنبې- ګل په ماښام یوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، له افغانستانه یې د ځواکونو د وتلو دوه اړخونه دي چې په هغه کې بدلون نه شي راتلای، وایي یو دا چې له سفارتي عملې پرته به ټول ځواکونه را باسي او بل دا چې د ځواکونو وتل به یې د ولسمشر بایډن له ټاکلې نېټې سره سم تر ستمبره بشپړېږي.

خو د یو خبریال د دې پوښتنې په جواب کې چې طالبانو په وروستیو کې په ظاهره ځینې سیمې نیولې دي، آیا د دفاع وزیر لویډ آسټن پر دې فکر کوي یا وړاندیز کوي چې د ځواکونو را ایستل ورو کړي یا پکې بدلون راولي چې د افغان ځواکونو د ممکنه ماتې مخه ونیسي، په جواب کې جان کربي وویل:

"څنګه چې موږ مخکې ویلي دي که څه هم موږ نېټه ټاکلې ده، خو موږ دا په خیال کې ساتلې ده او په دې پوه یو چې د حالاتو د بدلېدلو سره دا نېټه مخکې وروسته کېدلی شي او څیزونه بدلېدلی شي".

افغان حکومت او طالبانو د پېنټاګان د دې تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو طالبانو تر ستمبر میاشتې د بهرنیو ځواکونو ځنډېدل هم د دوحې د تړون سرغړونه بللې او په دې نېټه کې هر ډول بدلون کولای شي هغوی پر بهرنیو ځواکونو بیرته بریدونو پیلولو ته وهڅوي.

جان کربي وویل د طالبانو د پرمختګ په اړه د دفاع وزیر په مخصوص هدایاتو خبره نه شي کولای خو وایي هغه هره ورځ په انتظام او حفاظت سره د امریکایي ځواکونو د راویستلو لپاره د خپلو صلاحیتونو جاج اخلي.

د پېڼاګان ویاند وویل د امریکې د دفاع وزیر لویډ آسټن ویلي له افغانستانه یې د ځواکونو د را ایستلو کار روان دی خو وایي هلته حالات پر ځای ولاړ نه دي، ځکه نو دی او د ګډو ځواکونو مشر جنرل مکینزي په پرله پسې حالاتو ته ګوري چې څنګه د خپلو ځواکونو ایستل بشپړ کړي. جان کربي وویل:

"په افغانستان کې حالات هره ورځ بدلېږي، طالبانو بریدونو ته دوام ورکړی چې د ولسوالیو مرکزونه محاصره کړي او د تشدد کچه هم تر اوسه ډېره لوړه ده، د هرې ورځې نوي معلومات له موږ سره مرسته کوي چې هغه [لویډ آسټن] پرې له خپلو پوځي کمانډرانو سره خبرې وکړي او له هغه سره سم شاید څه بدلون راشي".

د امریکې صدر جوبایډن په تېره اپرېل میاشت کې اعلان کړی وو، چې خپل ټول ځواکونه به د ستمبر تر یوولسمې نېټې له افغانستانه وباسي او د امریکایي چارواکو په وینا تر دې مهاله یې د ځواکونو د وتلو کار تر 50 فیصده زیات بشپړ شوی دی.

جان کربي وویل د امریکې د بهرنیو چارو وزارت چارواکي په دې اړه خبرې کوي چې څنګه کولای شي په افغانستان کې د خپلو ځواکونو تر وتلو وروسته د ترهګرۍ ضد جګړې لپاره د فضایي مرستې وړتیا ولري:

"امریکایي ځواکونه اوس هم فضایي مرسته کولای شي که افغان حکومت ورته اړتیا ولري، که خبره په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد خطر وي موږ فضایي وړتیا لرو، دا چې دا څومره قوي او تر اوږدې مودې ده که نه دې ته موږ کتنه کوو".

کربي وایي د بهرنیو چارو وزیر د هغو سفارتي هڅو ملاتړ کوي چې که په سیمه کې د اډو په لرلو سره دا ستونځه حل شي، خو وایي تر اوسه په دې اړه معلومات نه لري چې په سیمه کې یې د اډو تر لاسه کولو لپاره یې څومره باور تر لاسه کړی

د پېنټاګان ویاند په سیمه کې د اډو لپاره د سفارتي هڅو خبره بیا په داسې وخت کې کړې چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان په تېرو څو ورځو کې په تکرار سره ویلي چې امریکې ته به پر خپله خاوره اډې ور نه کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG