لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د جاني خېلو پرلت اسلام اباد پله روان شوی


د جاني خېلو احتجاجی لاريون د اسلام اباد په لور

د خېبرپښتونخوا د بنو په جاني خېلو کې چې د 24 ورځو راهسې د يو قومي مشر ملک نصيب خان د وژنې پرضد د هغه د جنازې سره احتجاجي پرلت روان وو دغه پرلت کوونکي نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ (23 جون) اسلام اباد ته په احتجاجي لاريون روان شوي دي.

د لاريون يو ګډون وال لطيف وزيري وايي نن سهار په څلور بجې د بنو د جاني خېلو څخه د ملک نصيب خان د جنازې سره پېدل اسلام اباد پله روان شوي دي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل دوی اته کلوميټره سفر کړی او تر (ټوچي پل) رسېدلي او هلته ورته د بنو پوليسو لاره بنده کړې او څلور کنټېنرې یې پکې اېښودي دي.

هغه دعوه وکړه د دوی سره د زرګونو په شمېره کې خلک په احتجاجي لاريون روان دي او په ټوچي پل د لسګونو په شمېره کې پوليسو د دوی مخه نيولې ده.

هغه دا هم وويل د پوليسو ډنډې په لاسو کې دي او د اوښکي بهيونګي ګېس ټوپکې هم ورسره دي.

وي او اې ډيوه د بنو د ځايي انتظامیې سره د جاني خېلو د احتجاجي لاريون د مخې نيولو په اړه د رابطې هڅه کړې خو ځواب ورته نه دی ويل شوی.

د احتجاجي لاريون يو مشر ملک مويز وويل دوی اسلام اباد ته انصاف غوښتو له ځي کوم چې د دوی اييني او قانوني حق دی.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، د دوی د احتجاجي پرلت په جاني خېلو کې 24 ورځې وشوې خو حکومت ورته د انصاف ورکولو او په علاقه کې د امنيت په ځای کولو کلک باور ور نه کړو ځکه دوی اوس اسلام اباد ته ځي.

هغه وويل له دې وړاندې هم د دوی د احتجاجي لاريون مخه نيول شوې اوښکې بهيونکی ګېس پرې ورول شوی خو دوی بيا هم خپل پرامنه احتجاجي لاريون نه وو پرېښودی. هغه زياته کړه دوی پرامنه خلک دي او په پرامنه توګه خپل حقونه غواړي.

په 30 مې په جاني خېلو کې قومي مشر نصيب خان د نامالومو کسانو په ډزو وژل شوی وو.

له دغې وروسته جاني خېل قوم د ملک نصيب خان د جنازې سره احتجاجي پرلت پېل کړی وو.

ځايي انتظاميه وايي د جاني خېلو د احتجاجي پرلت سره يې څو ځله خبرې شوي خو دغه خبرې د پرلت کوونکو ناکامه شوې وې ځکه چې دوی وايي د دوی د امنیت غوښتنې پوره کولو کلک باور ورته نه دی ورکړی شوی.

د احتجاجي لاريون يو بل ګډون وال نديم عسکر وايي دوی د امنیت د غوښتنې دپاره راوتلي څوک یې لار نه شي نيولی.

هغه وویل حکومت له پکار ده چې د زور په ځای د دوی د امن غوښتنه ومني، او که هر څو د دوی لاره نیول کيږي دوی به خپل پرامنه احتجاجي لاريون جاري ساتي.

XS
SM
MD
LG