لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

لاهور کې درنه چاودنه،دوه تنه مړه،۱۷ ژوبل


پولیس وایي دپنجاب په سرښار لاهور کې دچهارشنبې په ورځ یوه چاودنه شوې چې پکې دوه کسان وژل شوي اؤ ۱۷ ژوبل شوي چې ددغو ژوبلو کسانو څخه هم دڅلورو حالت نازک ښودل شوی.

دلاهور دپولیسو مشر یا سي سي پي او غلام محمود ډوګر رسنیو ته ویلي په جوهر ټاؤن سیمه کې شوې ددې چاودنې په اړوند پولیسو پلټنې پیل کړي خو هغه نه ده واضحه کړې چې دا بمي چاودنه وه که دبل څه له امله شوې ده؟

هغه په سمدستي توګه دې پېښه کې د دوؤ کسانو د وژل کیدو اؤ ۱۷نورو د ژوبلتیا پخلی کړی.

پاکستاني رسنیو پخپلو رپورټونو کې ویلي چې دا یوه زوره وره چادونه وه چې خواوشا کورونو ته یې هم زیان رسولی اؤ ددې ترڅنګ پکې څو ګاډي هم سوځېدلي دي.

د اردو ژبې پاکستاني ټيلي ويژن جیو پخپل رپورټ کې دهسپتال دچارواکو له خولې ویلي چې په ژوبلو کسانو کې پولیس ،یوه میرمن اؤ دوه ماشومان شامل دي اؤ د زیات سوځېدو له امله د دوئ وضعیت داندېښنې وړ دی.

تر اوسه ددې چاودنې پړه کومې وسله والې ډلې پغاړه نه ده اخستې اؤ نه چارواکو په غوڅه توګه دچاودنې بڼه روښانه کړې ده.

خو په دې وروستیو کې دحکومت مخالفه ګوندونو مشرانو اندېښنې راپورته کړې دي چې هیواد کې یو ځل بیا تندره اؤ ترهګرې ډلې سر راپورته کوي.

دپنجاب صوبې اعلا وزیر عثمان بزدار اؤ دپاکستان دکورنیو چارو مرکزي وزیر شیخ رشید ددې چاودنې په سخته نوټس اخستی اؤ دپنجاب د پولیسو مشر اؤ ایي جي نه یې دپېښې په اړوند رپورټونه غوښتي دي.

دپاکستان پوځ اؤ حکومت وخت په وخت دعوې کوي چې دترهګرو په ضد ضرب عضب اؤ ردالفساد عملیاتو کې یې دترهګرو نیټ ورک له مینځه وړی اؤ اوس هغوئ په منظمه توګه د ورانګارۍ توان نه لري.

خو ددې دعوؤ باوجود دپاکستان بیلابیلو سیمو کې وخت په وخت مطبوعات په امنیتي ځواکونو اؤ عامو خلکو دچاودنو،هدفي وژنو اؤ بریدونو رپورټونه خپروي

XS
SM
MD
LG