لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنو:دجاني خیلو په احتجاج کوونکو ډزو کې یو تن وژل شوی،درې ژوبل


داحتجاجي لاریون دپاره د اسلام اباد په لوري کوچېدلي دجاني خیلو مشران وایي دټوچي پل سره نزدې پولیسو په احتجاج کوونکو ډزې کړي چې یو تن پکې وژل شوی اؤ درې نور ژوبل دي.

داحتجاجي لاریون دیو تن مشر ملک مویز له مخې پولیسو په دې دوئ د ‌ډزو ترڅنګ اوښکې بهیونکي ګازونه او کوتکونه هم ورولي چې له امله یې ګڼ احتجاج کوونکي ژوبل شوي دي.

ځایي انتظامیه هم پېښه کې د یو تن د وژل کیدو پخلی کوي خو وایي لا نه ده معلومه چې دا تن دچا په ډزو وژل شوی اؤ وایي احتجاج کوونکو په امنیتي ځواکونو دکاڼو ګزارونه کړي چې له امله یې یو شمیر امنیتي سرتیري ژوبل شوي دي.

دسیمې نه وي او ای ډیوه ته دترلاسه شوؤ معلوماتو په اساس دجاني خیلو څخه په احتجاج بوخت ګڼ شمیر کسان د چهارشنبې په سههار څلور بحې د ملک نصيب خان دمړي سره پېدل اسلام اباد پله روان شوي دي اؤ دا مهال دشلو کلو میټره واټن په وهلو سره دبنو تبلیغي مرکز ته رسیدلي دي.

دجاني خیلو دقبیلې یو مشر ملک مویز خان وي او ای ډیوه ته ویلي کله چې دوئ نن سهار داحتجاجي لاریون دپاره اسلام اباد ته روان شول نو د ټوچي پل په سیمه کې یې پولیسو مخه ونیوله اؤ الغاؤ تلغاؤ جوړ شو.

ملک مویز وایي پولیسو د ټوچي پل په مقام په پرامنه احتجاج کوونکو ډزې کړي ، اوښکې بهیونکي ګازونه یې پرې ورولي اؤ په کوتکونو یې هم وهلي دي.

ملک مویز وایي دپولیسو په ډزو اؤ کوتکمارۍ کې داحتجاج کوونکو څخه یو تن وژل شوی اؤ درې نور ژوبل شوي دي.

دسیمې یو لوړپوړي انتظامیي چارواکي وي او ای ډيوه ته دنوم نه ښودلو په شرط ویلي چې احتجاج کوونکو سره له دې وړاندې د هغوئ په سیمه کې هم مذاکرات شوي وؤ اؤ اوس هم ورسره انتظامیه خبرو ته حاضره ده خو دوئ هغوئ مذاکراتو ته غاړه نه ږدي.

دغه انتظامي چارواکي وویل ډپټي کمشنر اؤ د دپولیسو ضلعي مشر بکاخیل منډهي ته رسیدلي دي اؤ احتجاج کوونکي هم دبنو تبلیغي مرکز ته ور روان دي اؤ دمذاکراتو دکامیابولو یوه هڅه بیا کیږي.

هغه ومنله چې داسې اطلاعات ورته رسیدلي چې نن پولیسو سره نښته کې داحتجاج کوونکو یو تن مړ شوی اؤ یو بل ژوبل شوی دی.

په ټولنیزو رسنیو هم ځېنو فعالینو د وژل شوي اؤ‌ ژوبلو کسانو ویډیوګانې خپرې کړې کړي خو دغه انتظامي چارواکي وویل هغه لا دا خبره نه شي تصدیقولی چې نوموړی تن دچا په ډزو وژل شوی دی؟

نوموړي دعوه وکړه چې دمظاهرینو سره په نښته کې ۱۲ دپولیسو سرتیري هم ژوبل شوي دي چې هغوئ کې زیاتره په کاڼو لګیدلي دي.

ملک مویز وایي احتجاج کوونکي په پرامنه توګه اسلام اباد ته احتجاج دپاره ځان رسول غواړي ځکه چې دلته یې د اوږدې مودې نه غوښتنې نه منل کیدې اؤ اوس دوئ غواړي چې دا خپلې غوښتنې چارواکو پسې اسلام ااباد ته یوسي.

هغه دعوه وکړه چې دوئ ځان سره کومو ګاډو کې اسلام اباد ته ځان سره سامان روان کړی ؤ پولیسو په هغه ګاډو هم ډزې کړي اؤ ټایرونه یې ورله شلولي دي.

په 30 مې په جاني خېلو کې قومي مشر نصيب خان د نامالومو کسانو په ډزو وژل شوی وو.له دغې وروسته جاني خېل قوم د ملک نصيب خان د جنازې سره احتجاجي پرلت پېل کړی وو چې ۲۲ ورځې یې دوام وکړو اؤ دغوښتنو نه منل کیدو وورسته نن په ۲۳مه ورځ داحتجاج دپاره اسلام اباد ته روان شوي وؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG