لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپولیسو په ډزو دجاني خیل مظاهرینو مرګ ژوبلې ته دسیاسي ګوندونو سخت غبرګون


پاکستان کې حکومت مخالفو ګوندونو دجاني خیلو په احتجاج کوونکو دپولیسو په ډزو کې د اوښتې مرګ ژوبلې سخته غندنه کړې اؤ وایي حکومت دخپل ولس دامن غوښتنې ته په غوږ نه نیولو پخپله حالات خرابول غواړي.

دچهارشنبې په ورځ دجاني خیلو دقبیلې یو مهم مشر ملک مویز خان وي او ای ډیوه ته ویلي چې دټوچي پل سره نزدې پولیسو اسلام اباد ته په لاریون کوونکو مظاهره چیانو ډزې کړي چې یو تن پکې مړ شوی اؤ درې نور ژوبل شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو دامنیتي ځواکونو دې عمل ته سخت غبرګون ښودل شوی اؤ عوامي نیشنل ګوند دخیبر پښتونخوا اسمبلۍ دننه هم دا ستونزه راپورته کړې ده.

دخیبر پښتونخوا اسمبلۍ غونډې ته پخپله وینا کې دعوامي نیشنل ګوند پارلیماني مشر سردار حسین بابک ویلي جاني خیلو تر ۲۴ؤ ورځو پخپله سیمه کې پرامن پرلت وغځولو اؤ حکومت اؤ انتظامیې ته پکار وؤ چې د هغوئ سره یې دلته خبرې کړې وې.

ښاغلي بابک ویلي اوس چې جاني خیل اسلام اباد ته احتجاجي لاریون کوي نو پولیسو په هغوئ ډزې اؤ تشدد کړی اؤ پکې دیو تن دمړینې اؤ دګڼو د ژوبل کیدو اطلاعات مخې ته راغلي دي .

سردار حسین بابک ویلي دا دحکومت اؤ ریاست ذمه واري ده چې دخپلو خلکو خبرې ته غوږ ونیسي خو له بده مرغه اسلام اباد ته په روانو مظاهرینو ډزې اؤ تشدد وشو.

هغه وویل پرون دلته په پارلیمان کې یو وزیر طالبانو ته دعاګانې کولې ، زه دا نه ویم چې دعاګانې دې ورته نه کوي خو خپل ولس ته تحفظ‌ورکول هم د حکومت اؤ ریاست ذمه واري وي.

دخیبر پښتونخوا یو وزیر هشام انعام الله تیره ورځ داسمبلۍ غونډې ته خپله وینا کې ویلي وؤ "دښو طالبانو په مټ افغانستان کې روس اؤ امریکې ماتې وخوړه اؤ دا ښه طالبان زمونږ جګړه په مخکې بوځي"

دپښتونخوا قامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شیرپاؤ هم په جاني خیل مظاهرینو دپولیسو د ډزو غندنه کړې ده اؤ په ټویټر یې لیکلي چې دې ډزو کې ګڼ کسان وژل شوي چې دا ګام به د وړاندې نه سیمه کې پیدا شوي کړکیچن حالات نور هم تاؤ ژن کړي.

هغه لیکلي” کومه سیمه چې وړاندې نه دترهګرۍ اؤ هدفي وژنو دپېښو څخه اغېزمنه ده هلته به داسې اقدام حالات نور هم تاؤژن کړي”

دپاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري هم په ټویټر دجاني خیلو د احتجاج کوونکو سره دیووالي څرګندونه کړې ده اؤ همدغسې دعوامي نیشنل ګوند صوبایي مشر ایمل ولي خان هم په دې پېښه دخفګان په څرګندؤلو سره په ټویټر لیکلي چې هغه دپښتنو داستازي په توګه ددې معاملې دهواري دپاره هرځائ کې خبرو اؤ جرګې ته تیار دی.

دشمالي وزیرستان نه د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړي میرکلام وزیر په ټویټر لیکلي پولیسو دټوچي پل ترڅنګ په مظاهره چیانو نیغ په نیغه ډزې کړي چې پکې یو زلمی وژل شوی اؤ څو تنه نور ژوبل دي .

هغه وایي داسې اطلاعات شته چې د مړو شمیر کې داضافې امکان ښایي

سیمې نه وي او ای ډیوه ته دترلاسه شوؤ معلوماتو په اساس دجاني خیلو څخه په احتجاج بوخت ګڼ شمیر کسان د چهارشنبې په سههار څلور بحې د ملک نصيب خان دمړي سره پېدل اسلام اباد پله روان شوي دي اؤ دا مهال دشلو کلو میټره واټن په وهلو سره دبنو تبلیغي مرکز ته رسیدلي دي.

دجاني خیلو دقبیلې یو مشر ملک مویز خان وي او ای ډیوه ته ویلي کله چې دوئ نن سهار داحتجاجي لاریون دپاره اسلام اباد ته روان شول نو د ټوچي پل په سیمه کې یې پولیسو مخه ونیوله اؤ الغاؤ تلغاؤ جوړ شو.

دهغه په وینا دټوچي پل سره نزدې پولیسو په احتجاج کوونکو ډزې کړي چې یو تن پکې وژل شوی اؤ درې نور ژوبل دي خو په ټولنیزو رسنیو دعوې شوي چې په ډزو کې څلور مظاهره چیان وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي دي.

دسیمې انتظامیې،پولیسو اؤ یا هم لا حکومت په دې هکله څه نه دي ویلي خو یو سیمه ییز چارواکي ډیوه ته د نوم نه ښودلو په شرط منلې ده چې دې پېښه کې یو تن وژل شوی دی اؤ هغه هم معلومه نه ده چې دچا په ډزو لګیدلی دی؟

پاکستاني رسنۍ هم دجاني خیلو د احتجاجي اؤ ددې پېښې په اړه د څه ویلو نه ډډه کوي .

په 30 مې په جاني خېلو کې قومي مشر نصيب خان د نامالومو کسانو په ډزو وژل شوی وو.له دغې وروسته جاني خېل قوم د ملک نصيب خان د جنازې سره احتجاجي پرلت پېل کړی وو چې ۲۲ ورځې یې دوام وکړو اؤ دغوښتنو نه منل کیدو وورسته نن په ۲۳مه ورځ داحتجاج دپاره اسلام اباد ته روان شوي وؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG