لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

وي او اې: نړۍ د ايران د نوي ولسمشر ابراهيم ریيسي نه څه تمې لري؟


واشنګټن ـــ د ايران 61 کلن نوی ولسمشر ریيسي د کال 1979 ايراني اسلامي انقلاب کې مخکې مخکې و او تر ‌‌‌‌‌‌ډېره حده منل کيږي چې ښاغلی د ايران د مذهبي مشر ايات الله خمينايي په ځای راتلونکی ايت الله وټاکل شي.

د ايران نوي منتخب ولسمشر تکرار کړې ده چې د کال 2015 ايټمي معاهدې ملاتړ وکړي او د ختيځ د عرب ګاونډي ملکونو سره اړيکې سمې وساتي.

ریيسي د اسلامي ايراني رجيم کلک ملګری او د ‌‌‌‌‌‌ډېرې مودې راهسې په غربي نړۍ تنقيد کوونکی دی.

څېړونکی اليکس وټانکا چې د میډل ايسټ انسټيټيوټ د منځني ختيځ ايران څانګې ډارېکټر دی وايي ريیسي د ايران په انقلاب کې فعاله رول لرلو او د ملک د عدالت لویې رتبې ته ورسيد خو د ولسمشرۍ دا څوکۍ به ورته پوره واک په لاس ورنه کړي.

هغه پوښتنه پورته کوي چې ايا “ هغه به به وتوانيږي چې هر څه بدل کړي او ملک په اړخ روان کړي؟ هيڅ کله هم نه د هغه سره دغه واک د سره شته نه”.

د رپورټ تر مخه دغه اختيار د ايران د سپريم لیډر ايت الله علي خمينايي سره دی.

خمينايي د خپل وفادار ریيسي په ذريعه د کال 2015 ايټمي لوظنامې ته د بيرته تلو ملاتړ اعلان کړی د کومې نه چې د امريکا پخوانی ولسمشر ‌‌‌‌‌‌ډانلډ ټرمپ په کال 2018 کې وتلی و. د يادې لوظنامې تنقيد کوونکي وايي امريکا له بيا د لوظنامې د برخه جوړېدو نه ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه پکار ده.

يو بل څېړونکی بهنام بن تالېبلو چې د فاونډيشن فار دې ‌‌‌‌‌‌ډيفنس آف ‌‌‌‌‌‌ ډيموکريسيز څيړنيزې ادارې نمايندګي کوي وايي “خمينايي خوشاله دی چې خپل واک په قلاره د ماسک شاته وچلوي او په اسلامي ملک کې ورته د مصنوعي بدلونونو هيڅ اړتيا نه وي ځکه هغه ته د امريکا لوظنامې ته د بيرته تللو مفادات معلوم دي.

په ويانا کې د اتوار- يکشنبې په ورځ د ايران او شپږو نړيوالو طاقتونو تر منځ په ايټمي پروګرام خبرې اترې د وقفې په پاره ودرېدلې او ښکاري چې ریيسي به د خبرو د پاره نوی ټيم ټاکي خو وټانکا وايي د ايران په خارجه تګلاره کې به څه غټ بدلون رانه شي.

په دې اړه اليکس وټانکا وايي “ايرانيان به ګډه ګو‌‌‌‌‌‌ډلۍ واخلي او د ويانا نه به لاړ شي ځکه چې هغه منتخب ولسمشر دی، داسې نه ده هغه د چين ذکر کړی او خوښ دی د چين سره په مارچ کې شوې د 25 کالو پورې شوی سټرېټيجیک تړون روان وساتي. دا به څه وي دا به وخت ته پرېږدو”.

ریيسي ويلي د مخالف عرب ګاونډيانو سره به تعلقات ښه کوي چې په اړه يې اليکس وټانکا وايي “کېدی شي رياض او ابو دوبۍ او نوره عربي نړۍ لږ نور په سنجيدګۍ واخلي ځکه هغوی فکر کوي ریيسي د ايات الله نزدې تن دی”.

د بشري حقونو ‌‌‌‌‌‌ډلې وايي ریيسي د هغه څلور ججانو نه يو دی چې په کال 1988 کې يې د زرګونو ايراني سياسي کارمندانو د مرګونو سزاګانې ورکړې. هغه د امريکې د بندېزونو لاندې دی.

اخرکار دا به هم ايرانيان وي چې د هېواد د راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي او د پېرس انسټيټيوټ آف پولېټېکل سټډيز مېرمن ماه ناز شيراليوايي “زه ګڼم مونږ د مظاهرو د ليدو نه لرې نه يو. فکر کوم ايراني ټولنه ‌‌‌‌‌‌د ډېرو ژورو تحريکونو نه ‌‌‌‌‌‌ډکه ده. نو انتخابونو ته په کتلو مونږ تمه لرلی شو داسې خلک ووينو چې په خپل کار کې استقامت وښيي او بې انصافۍ ته ونه دريږي”.

XS
SM
MD
LG