لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سي ټي ډي: په بونير کې د تحریک طالبان پاکستان درې ترهګر وژل شوي


د خېبرپښتونخوا سي ټي ډي پوليسو دعوه کړې په بونير ضلع کې يې عمليات کړي او په نښته يا مقابله کې د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحريک طالبان پاکستان درې ترهګر يې وژلي دي.

د بونير پيربابا پوليسو يو چارواکي (ډي اېس پي) شکيل خان وي او اې ډيوه سره په خبرو کې تاييد کړې د بونير د کنګرګلۍ کلي سره نزدې د ملاکنډ او مردان سره په پوله لګېدلې علاقه کې عمليات شوي او درې ترهګر پکې وژل شوي دي.

شکيل خان وويل دغه عمليات سي ټي ډي کړې او نور جزيات به یې هم سي ټي ډي خپروي.

سي ټي ډي د ترهګرۍ پرضد د پوليس ځانګړې څانګه ده.

د سوات سي ټي ډي پوليس دغه پېښه تاييد کړې او ويلي يې دي په دغو عملياتو کې د سوات او بونیر سي ټي ډي سرتيرو برخه اخستې او درې ترهګر وژل شوي دي.

سي ټي ډي ملاکنډ د وي او اې ډیوه سره په شريکه کړې خبرپاڼه کې ويلي، د وژل شووترهګرو اسامه خان، ادريس او نجيب الله د درې واړو تعلق د سوات ضلعې د کبل تحصيل د ډډهارې علاقې سره وو.

سي ټي ډي دعوه کړې د وژل شوو ترهګرو سره وسله هم ترلاسه شوې ده.

په خبر پاڼه کې ويل شوي وژل شوي ترهګر په پوځ، يو وکیل او پوليس باندې بريدونو کې ککړ وو.

تحريک طالبان پاکستان میډيا سره په شريک کړي خبر کې دعوه کړې دغه درې واړه کسان پينځه میاشتې وړاندې نيول شوي او په جعلي مقابله کې وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG