لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان وایي هیچاته به اجازه ورنکړي چې دافغانستان خاوره یې پر ضد وکاروي


دپاکستان دملي امنیت مشاور ډاکټر معید یوسف وایي هیواد به یې هیچاته اجازه ورنکړي چې دافغانستان خاوره دپاکستان په ضد وکاروي.

په دوشنبی کې د شنګهائي دمرستو دتنظیم دامنیتي مشاورینو شپاړسمې غوندې ته خپله وینا کې ښاغلي ډاکټر معید یوسف ویلي پاکستان افغانستان یو خپلواک،پرامنه ،پیاوړی اؤ پخپلو پښو ولاړ هیواد لیدل غواړي.

دپاکستان دسرکاري راډيو د رپورټ له مخې دملي امنیت مشاور ویلي دافغانستان دننه اؤ بهر چې چې څوک دامن دتالاترغۍ کولو هڅې کوي په هغوئ کلک نظر لرنې ته اړتیا ده.

نوموړي پخپله وینا کې دا نه ده څرګنده کړې چې دافغانستان دامن تباه کولو هڅې څوک دافغانستان څخه دننه اؤ بهر کوي خو تر دې وړاندې دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي څو کرته په ګاونډي هیواد هند تورونه لګوي چې دافغانستان د سولې پروژه ګډوډول غواړي خو دخپلو دې تورونو په اړه یې هیڅ ثبوتونه مخې ته نه دي راوړي.

ښاغلي معید یوسف وویل پاکستان په هره بڼه دترهګرۍ غندنه کوي اؤ دترهګرۍ په ضد جګړه کې یې درنې قربانۍ ورکړي دي اؤ نن چې په کومو قبضه کړل شوؤ سیمو کې دخلکو په ضد ریاستي ترهګري کیږي پاکستان دهغې هم مخالف دی.

پاکستاني چارواکي چې زیاتره مهال د ریاستي ترهګرۍ اؤ قبضه کړل شوؤ سیمو خبره کوي نو څېړونکي وایي چې اشاره یې دهند د واک لاندې کشمیر ته وي.

خو هند بیا پاکستان دترهګرو یو ملاتړی هیواد ګڼي اؤ دسه شنبې په ورځ دهند د ایشین نیوز نړیوالې خبري شبکې سره خپله یوه مرکه کې دهند ددفاعي ځواکونو مشر جنرل بپین روات تور لګولی ؤ چې ترهګر له پاکستاني امنیتي ځواکونو سره یو ځای فعالیت کوي،

هغه اندېښنه ښودلې وه چې " په دغو ترهګرو کې ځینې په واقعي نامنظمو توپو بدلېدای شي او داسې یو حالت جوړولای شي چې خرابۍ ته لاره هوارولای شي، نو موږ باید پر خپل غربي محاذ هم بشپړ تیار و اوسو"

پاکستان وخت په وخت افغانستان کې دهند په کردار هم اندېښنې ښایي خو افغان چارواکي وایي چې دیو ازاد اؤ خپلواک هیواد په توګه نړۍ سره دخپلو ګټو په اساس تعلقات جوړولی اؤ پاللی شي.

په ټولنیزو رسنیو کې په دې وروستیو کې داسې دعوې هم شوي دي چې دهند یو لوړ پوړي پلاوي په نزدې ورځو کې په قطر کې دطالبانو مشرانو سره لیدنه کړې ده خو طالبانو اؤ هندي چارواکو ددې دعوې پخلی نه دی کړی.

کابل مدام اسلام اباد دطالبانو په ملاتړ تورن کړی اؤ دریځ لري چې پاکستان افغانستان کې ورانکارۍ دپاره طالبانو ته وسلې اؤ پیسې ورکوي خو پاکستان بیا وایي چې طالبان دافغانستان یو ستر قوت دی چې پاکستان نه بلکې افغان ولس یې ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG