لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

قریشي:په تندلاریتوب اندېښمن یو،افغان شخړه پوځي هواری نه لري


دافغانستان دپاره دایران ځانګړي استازي محمدابراهیم تهیریان فرد اسلام اباد ته دخپل سفر په مهال دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره لیدنه کړې اؤ افغانستان کې دسولې په روانو هڅو اؤ دناامنۍ په چټک شوې لړۍ یې ورسره خبرې اترې کړي دي.

دپاکستان دولتي راډیو د پنجشنبې په ورځ خپل یو رپورټ کې ویلي چې په دې لیدنه کې دپاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي افغانستان کې په سیوا شوي تندلاریتوب اندېښنه ښودلې اؤ ویلي یې دي چې افغان کشاله هیڅ پوځي هواری نه لري.

شاه محمود قریشي ویلي دافغان شخړې له امله پاکستان اؤ ایران دواړه اغېزمن شوي اؤ اوس چې هلته تندلاریتوب او ناقراري زیاتیږي نو دا دواړو هیوادونو اؤ ټولې سیمې دپاره داندېښنې خبره ده .

په دې وروستیو کې چې امریکې افغانستان نه د روان کال تر ۱۱ستمبره دخپلو ځواکونو د ویستلو اعلان کړی نو په دغه هیواد کې ورسره دناامنۍ لړۍ هم چټک شوې اؤ مطبوعاتي رپورټونه وایي چې طالبانو په یو شمیر ولسوالیو قبضه کړې ده.

پاکستاني چارواکو د وړاندې نه واضحه کړې ده چې هغوئ به افغانستان کې دطالبانو په زوره دقبضې کولو ملاتړ نه کوي بلکې دهر هغه حکومت ملاتړ به کوي چې دافغانانو په خوښه رامنځته شي خو افغان چارواکي بیا په پاکستان تورونه لګوي چې په پټه طالبان په ملا ټپوي اؤ افغانستان کې یې جګړو ته تشویق کوي.

خو شاه محمود قریشي وویل پاکستان افغانستان کې امن اؤ سولې ته لیواله اؤ په دې باور دی چې که دغه هیواد کې امن ټينګ شي نو سیمه کې به ورسره تماسونه،تجارتي هلې ځلې،د افغان کډوالو بیا ستنېدنه اؤ دسیمې ثبات شونی شي.

پاکستان دریځ لري چې دافغانستان په اړه یې خپله مخکینۍ تګلاره پرېښودې ده اؤ اوس غواړي دغه هیواد کې دامن اؤ سولې دلارې منځنۍ ایشیاء سره دتجارت بڼه پیاوړې کړي.

خو افغان دولت اؤ پاکستان کې حکومت مخالفه سیاستمداران بیا دپاکستان په افغان تګلاره دشکونو څرګندونې کوي.

دپاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو په دې وروستیو کې په حکومت غږ کړی ؤ چې دافغانستان دپاره تګلاره باید پارلیمان ته وښودل شي.

همداشان افغان چارواکي هم وخت په وخت په پاکستان تورونه لګوي چې خپله خاوره کې طالب مشرانو ته خوندي ځالې ورکړي اؤ هغوئ د سولې هرګام دپاکستان له خوښې پرته نه پورته کوي

XS
SM
MD
LG