لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان دوو لویو اپوزیشن ګوندونو له حکومته غوښتي خپله افغان پالیسي دې څرګنده کړي


اسلام اباد ـــ د پاکستان په پارلمان کې د مخالفه پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري‌ تېره ورځ په لاهور کې د شوې بمي چاودنه د پاکستان د حکومت ناکامه افغان تګلارې نتيجه ګڼلې ده.

د پنجشنبې- زیارت په ورځ‌ د پارليمان په ودانۍ کې له مېډيا سره د خبرو په وخت بلاول بوټو ويلي که حکومت د افغانستان په اړه سمې پرېکړې ونه کړي نو په راتلونکي کې پاکستان د ترهګرۍ له نورو بدو پېښو سره مخ کېدلاى شي.

هغه وويل ځکه دوی غوښتنه کوي حکومت دې سياسي ګوندونو ته ډاډ ورکړي چې د افغان سولې پروسې په هکله یې څه لوظونه او ژمنې کړې دي.

بلاول بوټو زياته کړې د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قيصر ورته د بجټ غونډې وروسته د افغانستان په معامله د ځانګړې غونډې رابللو ډاډ ورکړی دی.

تېره ورځ د لاهور په جوهر ټاوڼ سيمه کې په نړيواله کچه د ترهګر ګرځول شوي د لاقانونه ډلې جماعت الدعوه د مشر حافظ سعيد کور سره نيزدې شوې موټر بمي چاودنه کې درې تنان وژل شوي او تر 25 زيات ژوبل شوي وو.

د بلاول بوټو نه علاوه بل لوی حکومت مخالفه مسلم ليګ نواز ګوند هم د افغانستان په اړه حکومتي تګلاره باندې سوالونه راپورته کوي او له حکومته غوښتنه کوي چې سياسي ګوندونو ته په دې لړ کې باور ورکړي.

وتلى خبريال رحيم الله يوسفزی د مخالفه ګوندونو دغه دريځ په ځای بولي. هغه وي او اې ډيوه ته ويلي د افغانستان په اړه د پاکستان مشکلات لا د ختمېدو نه دي ځکه حکومت ته پکار دي چې د ټول سياسي قيادت په سلا مشوره پرېکړى وکړي.

د پاکستان په مرکز اسلام اباد او پنجاب کې واکمن تحريک انصاف ګوند د لاهور بمي چاودنې تر شا بهرنی لاس بولي.

د کورنيو چارو مرکزي وزير شيخ رشيد په دې پېښه کې ککړو ملزمان د زر نيولو دعوه کړې ده.

د وېډيو بيان د لارې هغه دا دعوه هم کړې د پاکستان حکومت د افغانستان سره د لګېدلې پولې په 86 او د ايران سره پر ګډه پوله په 46 فیصده برخه باندې ازغن تار لګولى دى.

د دې تر څنګ د پاکستان د باندنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي په افغانستان کې د تشدد په کچه کې راغلي زياتوالي باندې اندېښنې ښودلې او هغه تکرار کړې ده چې له ناامنۍ دښمن قوتونه ګټې پورته کولای شي.

د پاکستان په سفر راغلي د افغانستان لپاره د ايران ځانګړي استازي محمد ابراهيم تهريان سره په ملاقات کې قريشي ويلي د افغانستان د بدامنۍ نه تر ټولو زيات به ايران او پاکستان اغېزمن کیږي.

د باندنيو چارو وزارت د خبرپاڼې تر مخه په دې موقع دواړه مشرانو د افغان سولې پروسې د کاميابۍ لپاره د پاکستان او ايران د ګډو هلوځلو پخلى هم کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG