لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکې د هغو افغانانو بل ځای ته منتقل کولو پلانونه ګړندي کړی چې د امریکايي ځواکونو مرسته یې کړې


امریکې د زرګونو په شمېره کې هغو افغانانو بل ځای ته منتقل کولو پلانونه ګړندي کړي چا چې د افغانستان په 20 کاله جګړه کې د امریکايي ځواکونو مرسته کړې ده.

د امریکايي انتظاميې يو لوړ پوړي چارواکي د زيارت/ پنجشنبې په ورځ (24 جون) خبريالانو ته ویلي، دغه پلانونه په وروستيو کې ګړندي کړی شوي دي چې د امریکايي ځواکونو او د هغو د کورنيو ترجمانان یا ژباړونکي وو دوی بل ځای ته منتقل کړي.

هغه ویلي د دغو افغانانو خواستونه ترتيب کړی شوي دي.

دغه چارواکي چې په دغو پټو پلانونو يې بحث کړی د نوم نه ښکاره کولو په شرط يې ويلي، چې د شورو/ چهارشنبې په ورځ سپينې ماڼۍ قانون جوړونکو ته په دغه اړه مالومات ورکول پېل کړي دي.

چارواکي ويلي، مونږ د دغو ټولو کسانو په هر ډول حالاتو کې بل ځای ته د منتقل کولو دپاره پلان کوو او که ضروري شوه نو په دې به هم غور کولی شي چې دوی راوويستل شي.

سپينې ماڼۍ د دغو افغانانو امریکا یا نورو هېوادونو ته د لېږلو پلان په داسې وخت کې د ګړندي کولو فېصله کړې چې د جمعې په ورځ د افغان ولشمسر اشرف غني او د سولې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د امریکا د صدر جوبايډن سره ويني.

د اپرېل په میاشت کې د امریکا صدر جوبايډن اعلان کړی وو چې د 11 ستمبر پورې به د افغانستان نه امریکايي ځواکونه اوباسي، باوجود د دې چې په افغانستان کې د طالبانو د بيا په واک کې د راتلو خطره سېوا کيږي.

د مې د میاشتې څخه طالب ياغيانو بريدونه سېوا کړي او د افغانستان په کلي والو علاقو کې يې ځينې ولسوالۍ نيولي دي، او دا اندېښنې سېوا کيږي چې وسله وال به د کال 1996 په څېر د کابل بيا کنټرول ترلاسه کړي.

(په دې خبر کې ځينې مالومات د اې اېف پي څخه اخستل شوي).

XS
SM
MD
LG