لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

غنی او بایډن نن سره ویني; د سېنټ غړي د ځواکونو ځنډولو تمه څرګنده کړې


واشنګټن ـــ‌ د امریکا صدر جو بایډن به نن په سپینه ماڼۍ کې د افغانستان صدر اشرف غني او د مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله سره ویني. د جو باېډن د صدر جوړیدو وروسته به دا د امریکایي صدر او افغان چارواکو تر منځ لومړی نېغ په نېغه ملاقات یا لیده کاته وي.

نن دغه لیده کاته په داسې حال کې کیږي چې صدر جو باېډن د افغانستان نه د امریکايي عسکرو د ویستلو او هلته د روانې اوږدې جګړې د ختمولو اعلان کړی او د ستمبر ۱۱ نېټې وړاندې یې د افغانستان نه د امریکا او ناټو ویستلو فیصله کړې.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي روانه اونۍ ویلي چې صدر باېډن افغانستان مشرانو ته د هرکلي ویلو لپاره سترګې په لار دی او هغوی ته به دا باور ورکوي چې د امریکايي عسکرو د وتلو وروسته به هم امریکا د افغانستان سفارتي، اقتصادي،‌ او بشري‌ مرستو ته دوام ورکوي.

صدر اشرف غني او عبدالله عبدالله تېره ورځ‌ واشنګټن ته رارسېدلي او پرون ناوخته یې د امریکايي سېنټرانو چک شومر او میک کانل سره ملاقات هم کړی.‌

د ریپبلکن ګوند سنېټر مچ مک‌ کانل هیله څرګنده کړې چې د طالبانو د بریدونو زیاتوالو ته په پام جو بایډن باید له افغانستانه د ځواکونو ایستل وځنډوي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي وو،‌ "د صدر غني او ډاکټر عبدالله دغه سفر د افغانستان نه د امریکايي‌ عسکرو د وتلو وروسته هم د امریکا او افغانستان تر منځه دوامداره همکارۍ په ډاګه کوي".

د صدر اشرف غني سلاکارانو ویلي افغان ولسمشر به په دغه ملاقات کې د امریکا او افغانستان راتلونکې اړیکې او د افغان امنیتي عسکرو په مرستو جاري ساتلو خبرې کوي.‌

د افغانستان نه د خارجي عسکرو وتلو کار په رسمي توګه د می میاشتې په لومړۍ نېټه پېل شوی چې وروسته د دغې په افغانستان کې د افغان امنیتي عسکرو او طالبانو تر منځ جګړو زور نیولی چې ورسره د امریکا په مشرۍ کې روانې د افغان حکومتي پلاوي او طالبانو تر منځه د وړاندې نه په مزه روانو خبرو اترو ته نور زیان رسېدلی.‌

وسله والو طالبانو په نژدیو وروځو کې په افغانستان کې د ګڼو ولسوالیو د نیولو دعوې کړي او افغان حکومت او طالبانو بیا یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو دعوې هم کړي. په دغه تازه جګړو کې عام افغانان هم هغه شان د هیواد اوږدې جګړې دروند بار په سر وړي.

XS
SM
MD
LG